شعـــــرونه

غزل: امان الله نشيب

 امـان الله نشیب

له يوبل به ځارېږومحبت به راولو
يوموټی به شو ټول سره وحدت به راولو

نورنه پرېږدو نفرت به له کورکلي پسې اخلو
ژوندون دهمدردۍ او اخوت به راولو

لاسونه به يو بل ته سره ورکړو ښه په مینه
سپېڅلی سپين قانون دشريعت به راولو

ترڅو به موښکېلاک په عزتونو کوي لوبې
راپاڅېږئ ځوانانو څه غيرت به راولو

ژوندن دعزت خوندکړي نه له تاج سره بې پته
مرګی خوهسې شته دی شهادت به راولو

که چا زمونږ وطن ته څه په سپک نظرکتل کړل
ترې سترګې به اوباسو پرې قيامت به راولو

ترڅو پورې به مونږه يو خوب وړي اوبو وړي
اخرزمونږه تللې امارت به راولو

په توره او قلم به دوطن او دين خدمت کړو
پوره امن ډاډمن ښه امنيت به راولو

له تشو وعدو غورو اوس (نشيبه)څه جوړيږي
رښتيا به روانېږو او حريت به راولو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x