افغانستان

په تېره اونۍ کې دوه لوړپوړي چارواکي د فساد په جرم نیول شوي

د هرات څارنوالۍ چارواکیو خبر ورکړ،چې د هرات د ملکي هوايي ډګر مشر يې د اداري فساد او اختلاس په تور نيولى دى.

د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر څارنمل ګل احمد رامش له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل : د هرات د هوايې ډګر مشر محمد عظم عظيمي يې د نوموړي د  مامورينو د شکايت په اساس نيولى دى.

د رامش په خبره نیول شوي مشر د فساد په وروستي مورد کې د خپلو کار کوونکو د اضافه کارۍ ٤٠ زره افغانۍ خپل جيب ته اچولې وې.

د څارنوال په وينا،دغه پيسې د ٢٧ کارکوونکو د اضافه کارۍ حق و..

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د نېمروز امنیه قوماندان محمد کبیر اندرابي هم په کابل هوایې ډګر کې له هېواده د تيښتي پر مهال د مخدره موادو د قاچاق،فساد او پراخ اختلاس په تور ونیول شو. چې د موثقو معلوماتو له مخې نوموړی تر دې دمه لا هم بندي دی .

همدارنګه څه موده مخکې د هرات د اطلاعاتو او کولتور رييس د بډو اخيستو او له دندې د ناوړه ګټې اخيستنې په جرم د څارنوالۍ له لوري نيول شوى و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x