ادبي لیکني

د ماشومې جینۍ سوال «لنډه کيسه»

 نصیب ځدراڼ

فضل محمد اکا مازدیګر وخت د خپلې لمسۍ سره ناست وو،لمسۍ یې چې د شپږو کالو وه سعدیه نومیده، او د کلي په جومات کې یې سبق ویل، اوس نو د جومات څخه بیرته راغلې وه او د نیکه سره ناسته وه،
فضل محمد اکا پاس آسمان ته کتل،له پسرلي ورسته د اوړي پیل وو،په فضا کې بې پیلوټه الوتکه ګرځیده،
سعدیې خپل نیکه ته وویل .
“بابا همدي طیاري زما کاکا شهید کړی وو”؟

نیکه یې ځواب ورکړو وو بچیه،همدې کافرانو شهید کړو،

(فضل محمد د حزب اسلامي پخوانی قوماندان وو او زوی کریم الله یې اوس هم د حزب اسلامي جنګیالو سره یو ځای جنګیدو)

سعدیه ور زیاته کړه  باباجانه کله چې شپه شي،کریم الله اکا هم کور ته راشي،د عابد پلار هم راشي،زما کاکا چې نه راځي نو ډیره خفه شم،او بابا خبر یې؟ مور مې هم د شپې ژاړي،زه هم چې په ژړا شم نو راته کړي  مه خپه کیږه،په جنت کې به ستا کاکا ناست وي ګوره لورې!   موږ چې هم جنت ته لاړ شو نو یو ځای به شو ورسره.

د فضل محمد په سترګو کې اوښکې راغلي او په سپنه ږیره کي یې پټې شوي.

سعدیې خپلو خبرو ته دوام ورکړ،بابا موږ کله کله د مدرسې څخه هدیرې ته لاړ شو،هلته نور هم څومره ډیر قبرونه دي،زه د کاکا قبر ته کینم دعا ورته وکم او نورې د سبق ملګرې مې د خپلو وروڼو،پلار او خپلوانو قبرونه ته کیني او دعا ورته کوي،څوک چې زما د کاکا په څیر شهیدان شوي.

او بابا زه کله کله دومره خفه شم چې زما پلار جاسوسانو ته څه ویلي وو چې هغوی زموږ کاکا شهید کړو؟

فضل محمد اوښکې په پټکی صفا کړي او په کټ کې کیناست
ګوره بچیه! جاسوسان د کافرانو ملګري دي او دوی  هغه څوک نه پریږدي چې د کافرانو سره جنګونه کوي، بچۍ دلته ستا د پلار غوندي زرګونو ځوانانو قرباني ورکړې دي، د دوی د قربانیو له برکته به زموږ په وطن کې اسلامي نظام راځي.او دا خاینان او جاسوسان به ورکیږي.او ګوره ستا کریم الله اکا هم د همدغو کفارو او جاسوسانو سره تر هغه جنګ کوي چې تر څو کفار زموږ له وطنه نه وي وتلي،او د جاسوسانو نه به ستا د پلار انتقام آخلي.
اوس ورځه بچیه د ماښام وخت ده زه ځمه جومات ته.

فضل محمد د جومات په لور روان شو،زړه یې ډک وو،خو څوک د تسلۍ والا هم نه وو.
د ماخوستن وخت وو،کریم الله کور ته راغی،خفه ښکاریدو،
غلی کیناست او ټوپک یې یو طرف ته کیښود.
پلار یې ورته ویل خیر خو ده زویه؟
څه مشکل خو به نه وي ؟

کریم الله غلی وو بیا لګیا شو نه پلاره،هسی نن مې خبر واوریده چې انجینر صیب د دولت سره جوړه کوي؟
دا څه وایي بچیه څنګه جوړه؟

داخو اسلامي نظام هم نده؟ راغليو،امریکایانو هم وطن نیولی ده،او د چا سره یې کوي؟
همدغو جاسوسانو او خاینانو د لاسه خو د هر افغان کورنۍ د ویر په ټغر ناسته ده،دوی خو راوستلي همدغو امریکایانو دي.

کریم الله سر ټیټ نیولی وو وایي پلاره په نه یم خبر،قوماندان صیب ویل ټوپک او نوره اسلحه مو مو بیرته راوړئ هغه د مرکز سره نږدي د خارجیانو بیز چې ده هلته یې ورجمع کوي.

سعدیه د نیکه په غیږ کې ناسته وه د دوی په خبرو نه پوهیده او د سعدیې مور بله کوټه کې ناسته وه په ټیکري یې اوښکې پاکولې.
سعدیه بیا لګیا شوه بابا جانه!
اکا څه وایي ټوپک چاته ورکوم؟
بابا او زوی یې سر ټیټ نیولی ؤو او دماشومې  جینۍ ځواب چاسره   نه وو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x