ټولنیزه برخه

د حريت غربي تصور

لقمان حکيم حکمت

۱ – : په لويديځ کې انساني حقوق هغه طبيعي حقوق دي چې د انسان د ذاتيت سره له طبيعي ناحيې څخه تړاو لري ، فکر او منهج په کې مطرح نه دی ، خو ولې په اسلام کې د  انسان شرعي حقوق الله ورکړي تکريم ته تکيه لري چې د الله سره يې  اړيکه پرې وده کوي .

۲ – : بل توپير يې د انسان د حقوقو په قانوني کيفيت ، د قانون مصدر ا وتفصيلاتو کې هم ښکاره کيږي چې له دغې قوانينو څخه د قانون موخه څه ده ؟ په  اسلامي شريعت کې خو د شرعي حقوقو مصدر د شارع اوامر او نواهي دي چې په غوڅو نصوصو يې ثبوت شوی وي ، ترڅو انسان پرې د خپل خالق او مالک رب سره مناجات وکړي ،خوولې نفس دا قانون د لويدېځ د فردي حريت په نوم قانون سره سرتاسر مخالفت لري ، په لويديځ کې فرد کولی شي چې د نفسي مصلحت په خاطر اوامر له خپو لاندې کړي خو ولې په خيالي قيوداتو يې حريت مقيد کړی دی ، مثلا : وګړيز حقوق تر هغه رسيدګي کولی شي چې د ټولنيزو يا د نورو حقوقو پولې شروع شي ، تر هغه يې دولت په حقوقو کې د لاسوهنې حق نه لري چې د بل چا حقوقو ته ترې ستونزه نه وي .

۳ – : په اسلام کې شرعي حقوق ګرد انسانيت ته شمول لري ، په فرد عنصر او جنس کې انحصار نه لري ،  د خپلې ارادې پر بنسټ کولی شي خپله  ايډيولوجيا پلې کړي ، په اسلامي ټولنه کې خپل حقوق او واجبات محدد کړي ، خو ولې د لويدېځ حريت سره په پرتله هغه خپل حقوق چې د فردي حريت سره تړاو لري کولی شي ، دومره کولی شي چې توان يې لري ، دا چې په لويديځ کې دغه ډول حقوق او حريتونه خوندي وساتل شي د ډيموکراسۍ پر بنسټ سياست پوهان يې له دولت غواړي چې خپله سلطه مقيده کړي ، ژوندی مثال يې هم دا دی چې لويديځوال او غير لويديځوال مواطنين او حقوق يې سره ستر توپير لري ، او دا يواځې په دې دلالت کوي چې په غرب کې حقوق يواځې غربي لري نور په مستقيمه توګه حقوق نه لري که څه يې هم خلک او سياست دعوه لري .

۴ – : دا چې اورپا په عمومي توګه د کليسا د استبداد او جبروت لاندې تر ډېره دمه پاتې شوې وه نو د سياسي لامل پر بنسټ دغه حرکت منځ ته راغی تر څو هر فرد ازاد او حقوق ولري ، خو ولې اسلام انسان ته ورکړي حقوق او ازادي د سلطنت د استبداد څخه د خلاصون له کبله نه بلکې أولاً يې دغه حقوق تعميم کړي دي ، د اسلام په نظر کې ازادي د الله لورينه ده خو د زور ځواک په لاس کې سلاح نه ده او نه هم دټولواک پر ضد د لاريون نوم دی .

۵ – : په لويديځ کې ازادي د اسلام په پرتله بل ستر توپير دا دی چې په لويديځ کې غربي پرمختګ دومره وکولی شول چې د انسان طبيعي حقوق يې په سياسي حقوقو تبديل کړل خو ولې اسلامي دين يې په خپلو تل پاتې نصوصو کې د انسان غوڅ حقوق بللي دي چې الهي فرائض او شرعي واجبات دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x