pen-writing1

عقل که خوا خوږي ؟!

د ( احلام النصر ) خور له فیس بوک څخه را وژباړل شو ، زما خوښ شو په تاسو مې هم پېرزو شو ، دا دی ستاسو مخې ته یې ږدم لو ستل یې پر تاسو!

بې له شکه چې د شرعې د حکمونو او د هغوﺉ سیاسي او اقتصادي کارونوحتی دخوراک اوڅښاک تر ادابو پورې د غزونې لار دا جوتوي چې اسلام د عقل او عاطفې (زړه خوږي ، مینې) تر مینځ د کوچني سبب په وجه هیڅ توپیر نه دی کړی هغه دا چې دواړه له اره (اسلام) ته اړین نه دي بلکه یواځې حق اړین دی ، د عقل له اسلام سره بې له دې چې پیروي یې وکړي بل هیڅ اړیکه نشته او د مینې (زړه خوږي) هم بې له دې چې (اسلام) خوښ کړي هیڅ اړیکه نه ورسره لري ..

د بېلګې په ډول که ته له یو چا سره د مرګ،دسترګو دړندوالي او شنو دېبانو په څېر نفرت لرې نو تاته نه ده روا چې تېری ورسره وکړې ځکه که ته تېری ورسره وکړې نو تا د حق مخالفت او نافرماني وکړه ..

او الله (ج) فرمایي:{ولا يجرمنكم شنآن قوم على ألا تعدلوا اعدلوا هو أقرب للتقوى} .

ژباړه: او په تاسو د بار نه شي نفرت دیوه قوم (له مشرکانو سره) په دې چې تاسو عدل (برابروالی) پرېږدﺉ او تاسو عدل (انصاف) وکړﺉ هغه(عدل ) پر هېزګاري ته نږدې دی!

او که ته له یو چا سره د ګبین د مچۍ په څېر له ګل سره او یا د مور د مینې په څېر له زوی سره مینه او خواخوږي لرې نو تا ته نه ده روا چې ته د خدای د بریدونو په وړاندې دهغه شفاعت (سپارښتنه) وکړې ، ځکه دا له حق څخه سر غړونه ده ، د بېلګې په ډول که فاطمه رضی الله تعالی عنها د محمد (صلی الله علیه وعلی آله وسلم) لور غلاکړې وای نو لاس به یې پرې شوی وو.

که یوه ګناه له ګناهونو څخه تاته ډېره خوښه وي نو تاته نه ده روا چې ته یې وکړې ځکه له حق څخه سرغړونه ده ، او یاکه له عبادتونو څخه کوم یو عبادت تاته خوښ نه وي او یا درباندې دروند تمامیږي لکه لمونځ، روژه او جهاد په تا لازم ده چې کوې به یې تر څو له حقه سرغړونه ونه شي!..

که ته دا ګومان کوې چې بل ته په سر ټیټونه کې ستا ځواکېدل او ژغورنه ده ، او یا د ذلت او غلامي لار اسانه او ارزانه تمامیږي ، بې له دې چې ووایو چې ته غلط او تېر وتلی یې او خبره بالعکس یا سرچپه ده ، هلته بله تېروتنه ده هغه دا چې له حق څخه سر غړونه ده ، نو د خوراک او څښاک خبره نه ده ځکه دا د بل پیدایښت او قو م ستر غم دی چې موږد هغه قوم په څېر نه یو بلکې خبره دحق د بري او د باطل د ناکامي ده

الله تعالی فرمایي:{وتودون أن غير ذات الشوكة تكون لكم ويريد الله أن يحقَّ الحق بكلماته ويقطع دابر الكافرين *} .

ژباړه : او تاسو غواړﺉ چې هغه څه چې ازغي نه لري (هغه ټولی چې جنګ نه شي کولی او هغه اوښان دي)) ستاسو دې شي او الله (ج) غواړي چې حق ثابت کړي پر خپلو (ړومبنیو) خبرو سره (چې د اسلام ښکاره کېدل دي)او کافران له بېخه وشلوي (ناکام یې کړي).

ورته والی په دې کې دی چې خبره ټوله او یواځې د حق ده .. که ته زړه خوږی یا زړه
سختی ،هوښیاراو ….یې دا ټول اړین نه دي اړینه دا ده چې هر وخت ته د حق پیروي وکړې

الله تعالی فرمایي: {وعسى أن تكرهوا شيئاً وهو خير لكم وعسى أن تحبوا شيئاً وهو شر لكم والله يعلم وأنتم لا تعلمون *} .

ژباړه : او ډېر ځله یو شی تاسو بد ګڼﺉ خو هغه (شی) ستاسو لپاره خیر وي او ډېر ځله تاسو یو شی خوښوﺉ خو هغه (شی) ستاسو لپاره شر وي ، الله (ج) پوهیږي او تاسو نه پوهېږﺉ.

حق یواځې په شرع کې شتون لري ، ځکه الله تعالی مهربان ذات دی چې حق او زموږ د ټول ژوند د څرخېدو محور یې د چا تر عقل او ګډوډي (بې عقلي) پورې نه دي تړلي تر دې چې د تطبیق وسیلې یې په شرع کې روښانه دي ، عقل له خپلې دندې څخه نه تېریږي او نه عاطفه (مینه، خواخوږي) له خپلې تګ لارې ګوښې کیږي !
بلکې دلته عقل د خپلو توکو په چوکاټ کې دحق د عملي کولو ( د ګډ وډي منع کول او له دېوالونو سره د سر له جنګولو ډډه )کولو وسیله بلل کیږي .
او خوا خوږي(دې کار ته) یو خوځښت ور کوي ، هر څوک چې له دې څخه سر غړوي د خپل نفس د غوښتنو پوره کونکی بلل کیږي اګر که دده لارویان یې د منطق او هوښیاري په جامو پوښلی بولي، ځکه ټول خیر د حق په پیروي کې او ټول شر له حق څخه په سر غړونه کې دی ، نو اند د حق په جوهراو مضمون کې زیاتوالی نه شي را وستلی که داسې نه وی نو دکایناتو په نظام کې به خامخا کړکېچ را مینځ ته شي ، د روغ او لېوني توپیر به ونه شي .. دا شونې ده چې په وسایلو او لارو کې په دې شرط زیاتوالی راشي چې د حق له غوڅو قوانینو څخه کوم چې هدف ته د رسېدلو موخه لري ، تجاوز ونه شي اود لارو د زیاتوالي موضوع ته اجازه ور نه کړای شي کوم چې پخپله د حق ضایع کېدل او یا یې تر پښو دلاندې کولو لامل دی .. په تېره بیا چې د هر ځای لپاره خپله خبره وي د بېلګې په ډول اوسپنه په اوسپنه څیرې کیږي ، د جنګ شرایط له سولې څخه بېل وي ، که دغه او هاغه سره ګډ شي نو له تېروتنې او غلطي سره به مخ شو او د حق له هدف او موخې به لرې شو بلکې د (حق) پت به داغي شي کوم چې همېشنی سپېڅلی دی !

په پای کې : عقل که عاطفه (خواخوږي) ؟؟

نه دغه او نه هغه .. بلکې حق دکوم چې عقل چوپړ وهي او عاطفه یې خوښوي !

شاکر مموزی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د