ټولنیزه برخه

ځان ته د خلکو جذبولو لس لارې چارې

 ژباړه: مصطفی نور

غواړی چې جذاب واوسی او نور ځان خواته جذب کړی؟ په دې لیکنه کې ځينې لارې شته، چې کولی شي تاسو سره مرسته وکړي.

۱. ریښتیني واوسئ

منظور مې دا نه دی، چې درواغ مه وایئ. ریښتیا ویل ټاکلی حد لري، چې د هغه په نظر کې نیولو سره به هم تاسو د آزادۍ او هوسایۍ احساس وکړی او هم به نور ستاسو خواته راشي. باید هڅه وشي، چې ريښتیا ویل مو د مینې اړخ ولري نه د قدرت او وېرې.

۲. خپله واوسئ

څه چې یی ځان هماغسې ومنئ، اوس چې هر څه یو دا مو د ژوند پرېکړې وې. د دې مسئلې منل موږ ته د بیا ټاکنې قدرت راکوي.

۳. په حال کې ژوند وکړئ

که چېرې په حال کې ژوند وکړی، ځان د ورځې له جریاناتو سره یوځای کولای شی. د هر هغه څه نه ځان خبر کړئ، چې ستاسو شاوخوا کې دېرېږي. همدا اوس دی چې کولی شی یو څوک د ځان په خوا جذب کړئ، نه تېر وخت یا راتلونکی.

۴. انرژي مو وساتئ

که سهولتونو ته لاس رسی ولری، هر څه کولی شئ؛ خو باید لومړی د خپلو مرزونو په اوږدولو، د سویې په لوړولو او د تېر وخت د مسائلو و ستونزو په حلولو سره د خپلې لارې خنډونه لې کړئ. تر څو چې تیار نه شی د جذبولو قدرت به ونه لری؛ نو ځان تیار کړئ.

۵. خپلې بریاوې وټاکئ

د ډېری خلکو عقیده دا ده چې، که بریالي شو نړۍ ته مو ماتې ورکړې او که نړۍ بریالۍ شي موږ بایللې ده؛ دا سمه نه ده. هڅه وکړئ مسائلو ته له دې زاويې وګورئ چې: “ټول کولی شي بریالي شي”.

۶. بښل اخیستل دي

بلکل سمه خبر ده چې خوند په بښلو کې دی! موږ ټول د بښلو او ورکولو لپاره یو څه لرو، نو تاسو یې هم وبښئ؛ خو که فکر کړئ، چې نورو ته د ورکولو لپاره ډېر څه نه لری، د نویو مهارتونو په زده کړه کې هڅه وکړئ.

۷. د ځان په فکر کې واوسئ

په ځان ډېر پام وکړئ او خپلې اړتیاوې پوره کړئ. په ځانګړې توکه کله چې کوم څه ته اړتیا ولرئ، د لاسته راوړلو لپاره یې خپله ټوله هڅه وکړئ. څومره چې کولی شی د ځان لپاره پیسې، مینه، چانس، ملګري او… زېرمه کړئ.

۸. خپله هوښیاري لوړه کړئ.

جذابیت یو ډېره ظریفه او دقیقه پدیده ده؛ تر هغه چې د ځان او نورو په اړه خپله هوښیارتیا و فکر لوړ نه کړئ، د هغې لاسته راوړل به ستونزمن وي.

۹. خپل مسئولیت په غاړه واخلئ

موږ هغه څه جذبوو، چې تیاری ورته لرو. له کوښښ او هڅې سره خپل ځان غوره څیزونو ته تیار کړئ.!

۱۰. څه چې کوی ځان کې ورسره بدلون راولئ

څه چې ترسره کوی هغه ته په کتو، وګورئ څه ته مو بدلون کړئ. دا کار څنګه ترسره کوئ، په مینه که په وېره؟ د پوهېدو لپاره د کار ( پایلې ) ته وګورئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x