ګارډين: د افغانستان «خيالي ځواکونه» لېستونه شته، خو د جګړې ډګر کې نه ښکاری

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غويي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): غربي رسنۍ د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا او کره شمېر په اړه وخت پر وخت څرګندونې کوي او تر ډېره د غربي هېوادونو نهيلي ښيي، چې د ميلياردونو ډالرو د لګولو سربېره په کې بې سوادي، کمزوري، د نشه‌يي توکو روږدي، کمزورې قومانده، له جګړې تېښته او تر ټولو مهم يې دا ده، چې د امنيتي ځواکونو ليستونه شته، تنخواګانې او اعاشې اخلي، مګر د جګړې ډګر لپاره بيا نه تر سترګو کيږي.

ګارډين برتانوي ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل راپور کې ليکلي، چې د رسمي شمېرو له مخې يوازې په هلمند کې ۲۵،۰۰۰ سرتيري موجود دي او دغه شمېره طالبانو سره د جګړې لپاره بيخي زياته ده، مګر ستونزه دا ده، چې دا يوازې يو خيالي ليست دی، تنخوا ګانې او اعاشې اخلي، مګر دغومره سرتيري اصلا شتون نه لري.

د ګارډين په وينا په ټول افغانستان کې د ملي اردو او پوليسو ليستونه په جعلي او خيالي نومونو ډک دي، چې ډېری يې په جګړو کې وژل شوي او نومونه يې نه دي اعلان شوي او يا خو بيخي شتون نه لري او قوماندان، يا د پوستو مسوولين يې په نوم تنخواګانې او اعاشې اخلي او تر اوسه څوک نه شته، چې د دغو خيالي پوليسو او اردو په اړه څېړنه او مخنيوی يې وکړي.

د هلمند ولايتي شوار استازو ګارډين ته ويلي، چې يوازې په هلمند کې د پوليسو او اردو څلوېښت سلنه خيالي دي او ګارډين د نورو حکومتي سرچينو له قوله ليکلي، چې کېدای شي دا سلنه تر دې هم زياته وي.

څو ورځې وړاندې افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» مشر جان سوپکو کانګريس ته په خپل راپور کې ويلي و، چې تر اوسه د امريکا متحده ايالتونه او نه هم افغان حکومت پر دې پوهيږي، چې د افغان امنيتي ځواکونو کره شمېر څومره دی، يا د جګړې لپاره څومره کسان تيار دي او يا هم د جګړه‌ييزو عملياتو وړتيا ولري.

د اردو او پوليسو په ليکو کې د خيالي سرتيرو شمېر تر هېښوونکې کچې ډېر دی.

ګارډين د سياسي چارو د شنونکي او د خيالي پوليسو د څېړونکي پلاوي د غړي توفان وزيري له قوله ليکلي، چې دی څو ورځې وړاندې د يو هيئت په ملتيا هلمند ته تللی و، هلته ورته څرګنده شوه، چې يو قوماندان خپل سل سرتيري د حکومت له امر او خبرېدو پرته له دندې ګوښه کړي وو او يوازينۍ موخه يې دا وه، چې د دغو سرتيرو تنخواوې خپل جېب ته واچوي.

د خيالي پوليسو يو بل لامل دا دی، چې کله امنيتي ځواکونه په جګړو کې وژل شوي، قوماندانانو د دغو سرتېرو د وژل کېدو خبر له خپلو مشرانو پټ کړی وي او اوس هم د دغو وژل شوو سرتېرو په نوم تنخواګانې او اعاشې اخلي.

د حکومتي پلاوي يو غړي ګارډين ته ويلي، چې د سنګين يوې پوځي قرارګاه ته حکومت د درې سوو کسانو تنخواګانې او اعاشې لېږلې، مګر د پلټنو پر مهال څرګنده شوه، چې دغه قرارګاه کې يوازې پنځلس سرتېري پراته وو.

ګارډين د امنيتي ځواکونو د وړتيا او ستونزو د لاملونو په اړه ليکلي، چې تر ټولو مهم لامل يې د مورال او روحياتو کمزوري او د واحدې قوماندې نه شتون دی.

د ګارډين خبريال باباجي ولسوالۍ کې د خپلو سترګو ليدلی حال داسې وايي، چې لوړپوړو قوماندانانو ته غوښې، سبزيانې او هر ډول خواړه پراته وو، مګر عام عسکر داسې برېښېدل، لکه پرهېز چې وي، يوازې په وريجو او شنه چای يې ګزاره کوله.

داسې راپورونه هم شته، چې امنيتي ځواکونو د خپلو کورنيو د مړولو لپاره خپلې وسلې پر طالبانو پلورلي او ګڼ سرتيري د نشه‌يي توکو په قاچاق کې هم لاس لري.

توفان وزيري وايي، چې ډېری امنيتي ځواکونه په نشو روږدي دي، طالبان د امنيتي قرارګاوو له منځه استخباراتي معلومات ترلاسه کوي او هغه مهال، چې ځواکونه په نشو کې ډوب وي، طالبان پرې بريد کوي.

ورځپاڼې ليکلي، سره له دې، چې برتانوي سرتېرو ډېره هڅه وکړه، چې د کجکي برېښنا په رغولو د خلکو زړونه وګټي، مګر اوس هم د دغې ولسوالۍ ۹۵سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده.

همدا رنګه په مارجه کې هم پنځلس زره ايتلافي ځواکونو د طالبانو پر ضد پوځي عمليات کړي، مګر اوس دغه ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده.

د سنګين پوليسو مرکز د حکومت په لاس کې دی او نور ټوله ولسوالي د طالبانو په کنټرول کې ده. همدا رنګه نوزاد، موسی کلا او ګريشک په مکمله توګه د طالبانو په واک کې دي.

د امريکا کانګريس هم په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې افغان امنيتي ځواکونه د امريکايانو له ملاتړ پرته د پلازمېنې کابل ساتنه هم نه شي کولای، د نور هېواد خو لا لرې خبره ده.

د کانګريس دفاعي کمېټه وايي، چې هر کال امريکا د امنيتي ځواکونو په وړتيا پنځه ميليارده ډالر لګوي، مګر داسې ښکاري، چې دا لښګتونه ټول بې ځايه دي؛ ځکه، چې عملي پايله يې نه تر سترګو کيږي.