fbpx

کینه ،غبطه ،لاملونه، حکم او درملنه يې…!

کينه

 څنګه چې موږپه یوه انساني ټولنه کې ژوند کوو ځکه نو الله تعالی له هرډول ناوړتیا او ناولتیا څخه د دې ټولنې د پاک ساتلو امر راته کړی دی. په انسانانو کې په فطري ډول الله تعالی ځیني داسي پټې ناروغئ ایښي چې که يي انسان درملنه ونه کړي نو ټولنه به یوې کږې خواته سوق او دخلکو په ژوندکې به ګډ وډي رامنځته شي .

 څنګه چې دغه پټې ناروغۍ ډیری مهال ناروغ ته پخپله نه ور مالومیږي ، ځکه نوله یوې خوا ناروغ په نورو هغو کسانو چې د ده ناروغي ور ‎څرګنده وي حق لري ترڅويې ناروغۍ ورپه ګوته او د درملنې لارې چارې يې ور وښيي . او له بلې خوا بیاهسي هم د مسلمان ديني دنده داده چې دټولني د سپېڅلتیا لپاره خپلې هڅې په کار واچوي ترڅو ټولنه سالمه وساتل شي او د ښه ، خوښ اوهوسا ژوند تېرولو جوګه شي .

داچې خپله دیني دنده مې درک کړي، او له ټولني سره مې د هوسا ژوند په تېرولو کې مرسته کړي وي نو ومې وغوښتل چې نن له وروڼو سره دکینې په اړه څه ګوډ مات توري شریک کړم.
کينه څه شی ده؟
په انسان کې له پټو خوډېرو خطرناکو ناروغیو څخه یوه يي کینه ده، چې په عربي ژبه کې ورته په لږ توپير سره د حسد ، حقد او غِل توري کارول کیږي، او يا په بل عبارت، کینه د هغه پيچلي منفي نفسياتي حالت نوم دی چې لرونکی يې له نورو خلکو سره د بيلابيلو عواملو پر بنسټ عُقده اخلي، کرکه يې ورسره پيدا کيږي او د رخې له يوه ځورونکي حالت سره مخامخ کيږي.
کينه پر بل چا باندې د الله تعالی د نعمتونو نه لورېينې، د هغو د زوال غوښتنې اود حاسد له لوري د هغو د زوال هڅو ته ويل کيږي. حاسد د همدغه حسد او کينې په پايله کې دا ډول نعمتونه يواځې د خپل ځان حق بولي.
کینه دزړه او باطن د ناروغیو څخه هغه رذیله ناروغي ده چې دافرادو له لاري په ټولنه کې د ناوړو اغېزو د ښندلو له امله يي پایله د الهي نعمت له څښتنانو سره دښمني، په هغوي باندي نه لورینه ،هغوي ته ازار او ځور رسول، او ډیری مهال له حق څخه د مخ اړولو اوپه الهي ارشاداتو اونبوي فرموداتو د عمل نه کولو سبب او لامل  هم ګرځي .
کوم کسان چې د ځان غوښتني اویواځي له خپل ځان سره د مینې لرلو په ناروغۍ ککړ وي  بیا له هغه چا سره چې الله تعالی خپل نعمتونه پرې پېرزو کړي وي په  کینه اخته کیږي .

کينه ګرکه له یوې خوا له نورو خلکو سره د رخې له لارې د خپل ایمان نیمګړتیا په ډاګه کوي، نو له بل پلوه نوموړی د خپل دې ناوړه عمل له مخې په خدايي حکمت باندې نیوکه کول غواړي. ځکه چې د الله تعالی هېڅ کړه له حکمته تش نه وي، نو دا چې الله تعالی یوڅوک په علم ، شتنمئ ، ښایست، اولادونواو خپلو نورو نعمتونو نازوي نو ارو مرو به يي یوڅه حکمت پکې نغښتی وي . خو حسود او کینه ګر د خپلې کینې له مخي له نوموړي څخه د نعمتونو ازاله او خپل ځانته يي تر لاسه کول غواړي . نو دا په حقیقت کې له الهي حکمت سره جګړه کول دي ، او پدې جګړه کې کینه ګر په هرحال او له هري روا او ناروا لارې ځان بریا ته رسول غواړي . ځکه نوکينه ګر د خپلې کينې له امله د هغه چا پرخلاف د دښمنۍ او عداوت اور په سينه کې ګرزوي چې الله تعالی ورباندې خپل فضل او لورېينه کړي وي او د نعمتونو له پلوه تر خپلو سيالانو مخکي وي او غواړي چې دغه نعمت لرونکی او هوسا کس په اور کې وسوزوي. همدا لامل دی چې رسول الله صلی الله عليه فرمايلي: کل ذي نعمةٍ محسود.[i]

ژباړه: هر نعمت لرونکی سړی د کينه ګرو د کينې ښکار دی.

د کینې نښي :
 ځکه نوکینه ګر د نعمت په څښتن پسې دروغ ، بهتان ، پروپاګند او بې ځایه خبري تړي او په خپلو ناستو کې دهغه غیبت کوي، خلکو ته يي په دروغو چغلي کوي ، د خلکو تر مخ په هغه کې بد وايي ، او له هرې لارې د نوموړي سپکاوی کوي .     اعاذناالله منه .

څنګه چې  کینه په افرادو، کورنیو او ټولنې کې لوی اخلاقي ناورین رامنځته کوي ځکه نو پالونکې څښتن جل جلاله پخپل سپېڅلي کلام او پاک رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپلو مبارکو احادیثو کې ځاي پر ځای دکینې قباحت اوبدي بیان کړيده .

په قرآنکريم کې الله تعالی جل جلاله فرمايي :

 وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ . [ii]
ژباړه:  ډير اهل کتاب دا خوښوي چې که وتوانيږي چې تاسې له ايمان راوړلو وروسته بېرته کافران کړي، او دوي دا کار د هغې کينې له امله کوي چې د ځان له لورې يې له تاسې سره لري، او حقيقت دا دی چې دوي دا هر څه وروسته له دې کوي چې حق ورته ښه له ورايه څرګند شوی دی.

 په بل ځای کې الله تعالی فرمايي :

أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ فَقَدْ آتَيْنَآ آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُم مُّلْكًا عَظِيمًا . [iii]

ژباړه: ایا کینه کوي دغه (یهودان) له خلکو سره په هغه څه کې چې  ور کړی دی دوی ته الله (تعالی) له خپله فضله، نو په تحقیق ورکړی دی موږ اولاد دابراهیم ته کتاب او حکمت او ورکړي ده مونږ دوی ته  لویه پاچايي .

 په پورته مبارکو ایاتونو کې الله تعالی د یهودو د سرکشي او تمرد لامل حسد ګڼلی، اهل کتاب سره له دې چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ،اسلام او قرآنکریم په حقانیت ښه پوهېدل خو بیا يې هم په هغو باندې له ایمان راوړلو انکار وکړ، ځکه چې یهودانو ځانونه د بنو اسحاق اولادونه ګڼل او هیله من وو چې د تل په څېر به نبي له دوي څخه ټاکل کیږي نوله همدې امله يي په بنو اسماعیل (عربو) کې د نبي ټاکل نه لورېدل .

همدغه رخه، نه لورېینه او ځان د ټولو نعمتونو مستحق ګڼل وو چې دوي يې بالآخره کفر ته سوق کړل. رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو ته يي له هېڅ ډول ځور او کړاو  ور رسولو ډډه نه کوله، دهمدې   کینې له امله يي ځانونه د دوزخ کندې ته په لوی لاس ور وغورځول .

غِبطه چې له حسد سره بايد مغالطه نشي :

خو دلته دا خبره هم د یادوني وړ ده چې  موږ په نصوصو کې دغبطې په نامه يو بل عمل هم لرو چې له کينې سره څنګ په څنګ کاريدلی دی  خو اُصولاً له کينې سره په توپير کی دی او هغه داسې چې یوڅوک د نعمت څښتن وویني نو ووايي چې ده ته دې الله تعالی نور هم ورکړي خو زه هم ځانته له خدایه دا ډول نعمتونه غواړم .یانې له بله د نعمتونو د لري کېدو هیله نه کوي او عين همداسې نعمتونه د ځان لپاره هم غواړي.دې عمل ته غبطه ویل کیږي.  په شریعت کې د چا په حال باندي غبطه کول او دهغه د نعمتونو په څېر نعمتونه ځانته غوښتل روا دي .
د چا په نعمتونو باندی دغبطې کولو لپاره هم د لاندي دوو خبرو په پام کې نیول خورا اړین دي

لومړۍ: دا چې دغه نعمت (چې غبطه پرې کیږي) به د نعمت د څښتن ځانګړتیا نه وي چې په انساني هڅو او کړنو به لاسته نه راځې ، لکه نبي ته په کتو سره د نبوت  غوښتنه .

څکه چې نبوت هغه ځانګړتیا ده چې پاک خدای جل جلاله خپل ځیني بندګان ورته غوره کړي دي، او په تر لاسه کېدو کې يي هېڅ انساني کردار نشته . نو که اوس یو څوک را ولاړیږي او د نبي په نبوت باندې د غبطې له امله ځانته هم د نبوت تر لاسه کېدو په هیله کیني  ښکاره خبره ده چې دا هیله به يي هيڅکله هم پوره نشي، نو دغسې کسان بیا د دروغو په کچې سپاره شي او دنبوت کاذبه او دروغژنه دعوه وکړي ، او یا لکه ځیني هغه ناپوهه او جاهله صوفیان چې د ولایت او کراماتو په کیسو کې دومره ننوځي چې ځان ورته سم دم ولي ښکاره شي او تر بدو يې بتره دا چې بيا دعوه هم کوي چې ولايت تر نبوت لوړه درجه ده اعاذناالله من ذلک.

یا لکه هغه کسان چې د ځینوهغو فطري کمالاتو د ترلاسه کېدو تمه لري کوم چې  تر انساني اکتسابه پوري هېڅ تړاو نلري ، لکه ښایست او ښکلا، ځواکمن کېدل، ذکاوت ، د ژبي فصاحت او داسي نور . څنګه چې دا شیان هم په انساني هڅو لاس ته نه راځي نو غوښتونکې کسان يې په ټولنه کې د تکبُّر ، شتمني ،څوکۍ ، قوم او قبیلې ، او آن دغیبي ناولتیاوو لکه جادو او کهانت له لاري ځان پر مخ بيول غواړي . نو له دې امله انسان په دروغو اخته، په ځمکه باندي دشر اوفساد جوړولو، نورو ته د ضرر او تکلیف ور رسولو له کبله په ګناه ککړ شي .

دوهم : دغه نعمت به د انساني هڅو په لاس ته راوړني سر بېره داسي څه وي چې انسان ته دآخرت ګټه ولري .
له شرعي او عقلي پلوه چې د دُنيوي ژوند د ښایست لپاره مونږ ته کوم نعمتونه راکړل شوي دي ، دا په ټولنه کې د انساني ژوند لپاره یوه الهي ازموینه ده ، چې ایا دغه بنده زما پدې نعمتونو شکر باسي او که دسرکشي او نافرماني لار خپلوي؟
نو اوس که یو څوک راولاړیږي اودغه نعمت په ګناه کې وکاروي نو دا خو بیا د ده لپاره نعمت نه  بلکې مصیبت شو. نوکه څه هم  له ټولنيز پلوه به دا نعمت یو لوی شی ښکاري  خو خبره داده چې هوښیار سړی هېڅکله له ازمویونکو او په مصیبت باندي له اخته کسانو سره حسد او کینه نه کوي .

د کینې ممانعت په نبوي حدیثونو کې :

عن الزبیر رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: دب الیکم داء الامم قبلکم الحسد والبغضاء ،هي الحالقة لا اقول تحلق الشعر ولکن تحلق الدین. [iv]
ژباړه : تاسي ته هم د تېرو امتونو ناروغي در ورسېده ، چې هغه کینه او کرکه کول دي . او دا غوڅوونکې ده ، زه دا نه وایم چې دا وېښتان غوڅوي بلکې دین غوڅوي .
په یوه بل روایت کې راغلي :
ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال :  لاتقاطعوا ، ولاتدابروا ،ولا تباغضوا ،،ولا تحاسدوا وکونوا عبادالله اخوانا . [v]
ژباړه : تاسي خپلوي مه شکوئ ، په یوه او بل پسي پس شا خبري مه کوئ ، له یوه او بل سره کینه او کرکه مه کوئ، د الله تعالی بندګان او وروڼه و اوسیږئ .
له پورتنيو حدیثونوڅخه جوته شوه چې کینه انسان له دینه جلا کوي ،ځکه خو هم رسول الله صلی الله علیه وسلم دنورو ګناوو به ترڅ کې خپل امتیان دکینې له کولو هم را ګرځولي دي .

د کینې لاملونه:

د کینې لامل که له یوه پلوه د کینه ګر نه لورېینه، د نعمت له څښتن سره کینه ، کرکه اودښمني درلودل، له بډایتوب اوڅوکئ سره مینه ، شهرت غوښتنه  او پټه ناروغي وي نو له بله پلوه کله ناکله د نعمت د څښتن ځینې کارونه لکه : په الهي نعمتونو لويي کول ، د خلکو په وړاندي غټ غټ غږېدل ، چا ته د خار ورکولو لپاره هر ځای او بې ځايه د نعمتونو ښکارندوینه ، د هغو بې ځایه کارونه ، الهي نعمتونه دخپلو کړو وړو اوهوښیاري لاس ته راوړنه بلل، هغه کسان چې د ده په څیرمنعم اوهوسا نه وې هغوی ته په سپکه کتل او نور ځينې دېته ورته ناوړه خویونه هم له هغه سره د کېنې کولو لامل ګرځي .
په ټولنه باندي د کینې ناوړه اغیزي :
۱ـ له دین سره پرېکون راوستل لکه په پورتني حدیث کي چي راغلي وو.
۲ـ د ایمان د نیمګړتیا ښکارندوینه کول . ځکه چي په حدیث شریف کي راغلي :

لایجتمع في جوف عبد غبار في سبیل الله وفیح جهنم . وروى النسائي عن أبي هريرة أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: لا يجتمعان في قلب عبدٍ: الإيمان والحسد. [vi]

ژباړه: دبنده په ګېډه کي د خدای جل جلاله د لاري ګرد او د دوزخ اور نه یو ځای کیږي .(او همدا راز ) د بنده په زړه کي ایمان او کینه نه یوځای کیږي .

۳ـ په ټولنه کي ښېګڼه او مینه له منځه تلل او پر ځای يي  کرکه او بد ایسونه خپرېدل .په حدیث شریف کي راځي چي :
عَنْ ضَمُرَةَ بن ثَعْلَبَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لا يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا لَمْ يَتَحَاسَدُوا. [vii]

 ژباړه : خلک به ترهغو په ښېګڼو کي وي تر څو يي کینه نه وي پېل کړي .
۴ـ د الله تعالی په قهر کېدل او دګناوو پېلامه .ځکه چي په حدیث شریف کي راځي :
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم:” الحَسَد يأكُلُ الحَسَنات كَما تأكُلُ النّارُ الحَطَب ” [viii]
ژباړه : کینه نیکيوي داسي خوري لکه اور چي لرګي سوځي .
۵ـ له کینه ګر سره کرکه لرل او دښمني ور سره کول . په حدیث کي راغلي :
شر الناس من یبغض الناس ویبغضونه .
ژباړه : بد ترین د خلکو هغه کس دی چي دی له خلکو سره کرکه لري او خلک يي له ده سره
۶ـ د کینه ګر له لوري د نعمت په څښتن پسي دناروا خبرو ، دروغو ، غیبت ، بهتان ،چغلي او دهغه د رازونو په ښکارولو سره په ټولنه کي د شر او فساد خپرول .

د کینې شرعي حُکم:
له چا سره د الهي نعمتونو په سر کینه یا حسد کول  د اسلامي شريعت له مخې حرام دي ، په حدیث شریف کې راغلي چې : عن انس بن مالک رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال :لاتباغضوا ، ولا تحاسدوا ،ولاتدابروا ،وکونوا عبادالله اخوانا ، ولا یحل لمسلم ان یهجر اخاه فوق ثلاث . [ix]
ژباړه : له یوه بل څخه کرکه مه کوئ، له یوه او بل سره حسد او کینه مه کوئ ،په یوه او بل پسي پس شا مه غږیږئ او دالله تعالی بندګان او وروڼه شئ .او روا نه ده مسلمان ته چې هغه له خپل (مسلمان) ورورسره تر دریو ورځو ډېر مرور شي .
له پورتني حدیث شریف څخه څرګنده شوه لکه څنګه چې کرکه ،غیبت او تر دریو ورځو زیات له مسلمان ورور سره نه غږېدل ناروا او حرام دي همداسي له مسلمان ورور سره کینه کول هم ناروا او حرام دي .
د کینې درملنه :
د کینې د درملني په موخه موږ الله تعالی په سورة الفلق کې د (ومن شر حاسد اذا حسد) تورو په ویلو سره د کینه ګرله کینې څخه د پناه په غوښتلو مأمور کړي یو . ځکه نو تل دعا غوښتل پکار دي چې الله تعالی مو دي د حاسدانو له هرډول حسده که هغه غیر اختیاري وي لکه د نظر لګېدل او که اختیاري وي لکه د نعمت په څښتن پسې بد رد ویل ، دهغه ځورول ، د خلکو په وړاندي دهغه سپکول او یا هم نوموړي ته د ښېرا له کولو څخه، خوندي وساتي .آمین
ـ صبر او په ورپېښ حال باندي شکر ایستل . کینه ګر ښايي فکر وکړي چې شوني ده زما په حق کې الهي حکمت زما دهمدې غربت او مسکنت په حال کې دی . او هغه بل بیا دالهی نعمت په ورکړه سره تر ازمویني لاندي دی، نو دعا کول پکار دي چې ماته دي الله تعالی پدې حال او هغه ته بیا پر هغه  حال صبر راکړي .
ـ حاسد (کینه ګر) دي د محسود (د نعمت دڅښتن ) د حقونو د پوره کولو هڅه کوي، له هغه سره دي اخلاص پیل اوبغض دي له زړه ورته وباسي ، او دهغه صفتونه دي بیانوي ، په لاره دتېرېدا په مهال دي لومړی سلام ور اچوي ،کینه ګر دي دا فکر کوي چې د کینې له امله يي دنیا او آخیرت دواړه بربادیږي ، دقیامت ورځ دي په یاد لري ، دعاوي دي کوي او صدقه دي ورکوي ، دقرآنکریم تلاوت دي ډېر کوي .

همداراز که یو څوک پدې پوه شي چې خلک کینه ورسره کوي نو هغه دي هم لاندي عملونه تر سره کوي :
د خدای جل جلاله لوري ته دي مخ واړوي او له ټولو هغو ګناوو دي توبه وباسي چې له امله يي خلکوله ده سره دښمني راخیستي ده ، په خدای جل جلاله دي توکل وکړي ،د قرآنکریم ، ذکرونو او نوروشرعي اورادو په ویلو سره دې د شراچونکو له هر ډول شر څخه د ژغورلو پناه له لویه خدایه غواړي ، له کینه ګر سره دې عدل کوي ، تېری دي نه پرې کوي او له هغه څخه دي د کسات اخیستلو جذبه په زړه کې نه ساتي ، له کینه ګر سره دي احسان کوي او کینه ګر دي محسودته دالهي نعمتونو په ورکړه نه خبروي .

الله تعالی دي موږ ټول مسلمانان له هر ډول حاسداومحسود کېدو خوندي وساتي، او پاک پالونکی دي په ټولو شرعی احکامو د تګ توفیق راپه برخه کړي .آمین ثم آمین.

                                                    پـــــــــاي

 



[i] رواه الطبراني في معاجمه الثلاثة ، والبيهقي في شعب الإيمان ، وأبو نعيم في الحلية . صححه الألباني في السلسلة الصحيحة 3/436 (حديث رقم 1453 ) وفي صحيح الجامع برقم943.

[ii] د بقرې سورت آیت 109

[iii] سورت النسا ۵۴ آیت

[iv] رواه الترمذي

[v] رواه البخاري .

[vi] صحيح النسائي 2912.

[vii] أخرجه الطبراني (8/309 ، رقم 8157) . قال الهيثمى (8/78) : رجاله ثقات, السلسلة الصحيحة 9/172.

[viii] أخرجه أبو داود وإبن ماجه

[ix] رواه مسلم .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د