وټس اپ کې د ویډیوي اړیکې اسانتیا اضافه کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): وټس اپ (Whatsapp) یو له هغو اپلکیشنونو څخه دی چې د میلیونو کاروونکو توجه په جلبولو او د نړۍ مشهورو پاڼو او اپلکیشنونو ته په ماتې ورکولو بریالی شوی.

په دې وروستیو کې دغه اپلکیشن د خپلو کاروونکو خوښي ترلاسه کولو لپاره په دغې اپلکیشن کې ځینې د پام وړ اسانتیاوې او امنیتي تدابیر اضافه کړي. یو میاشت وړاندې دغه اپلکیشن د خپلو کاروونکو د امنیت لپاره د اینډ ټو اینډ انکرپشن عملي کړه.

له یوې میاشتې څخه داسې راپورونه خپریدل چې وټس اپ (Whatsapp) غواړي د ویډیوي اړیکې اسانتیا هم خپل اپلکیشن کې اضافه کړي. اوس داسې ښکاري چې په رښتیا هم په وټس اپ کې د ویډیوي اړیکې اسانتیا اضافه کیږي.

له اوس څخه کاروونکي کولی شي د وټس اپ (Whatsapp) بیټا ورژن په مرسته له خپلو ملګرو او خپلوانو سره ویډیوي اړیکې ټینګې کړې خو ویډیوي اړیکې اسانتیا تر دې مهاله تر ازموینې لاندې دی.

کاروونکي کولی شي د ټکنالوژي او سافټ وییر له ځینو پاڼو څخه همدا اوس هم د وټس اپ (Whatsapp) بیټا ورژن ښکته کړي خو کیدی شي بیا هم د ویډیوي اړیکې په ټینګولو کې پاتې راشي ځکه چې دغه ورژن تر دې دمه د ازموینې لاندې دی.

اوس هغه پوښتنه چې د کاروونکو په ذهن کې ګرځي هغه دا دی چې ایا دغه اپلکیشن به هم د فیسبوک مسینجر (Facebook Messenger)، وایبر (Viber) او سنپ چټ (Snapchat) په څر د ډله اییزې ویډیوې اړیکې وړتیا ولري که نه؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د