افغانستان

د سرپل مشران: جنرال دوستم د ولسي وګړو کورونه لوټ کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د سرپل قومي مخور وايي چې د ګډ حکومت لومړي مرستیال جنرال دوستم يې کورونه لوټ کړی او ان د دوی پر مېرمنو يې ډزې کړې دي.

د سرپل ولایت د سید اباد سیمې ګڼ قومي مخور مزار شریف ښار ته د شکایت لپاره راغلي و او رسنیو ته يې په خبرو کې وویل چې د دوی غږ دې خپور کړل شي.

دغه قومي مخور وايي چې د سرپل ولایت والي، ولایتي شورا او امنیه قومندانۍ ته يې هم شکایتونه کړي خو هیچا د دوستم پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی.

دوی دعوه کوي چې د ولسمشر مرستیال او پخوانی جنګسالار جنرال دوستم يې کورونه لوټلي، شتمني يې ترې لوټ کړې او ان د دوی پر مېرمنو ډزې او ګوزارونه کړي دي.

دوی وايي چې رسنۍ هم ورسره توپیري چلند کوي، څو ځله يې له سرپل نه ګڼو تلویزونونو او راډيوګانو ته تلیفونونه کړي چې په سرپل کې د دوستم له وحشته خلک خبر کړي خو چا يې غږ نه دی خپورکړی، ځکه يې د سرپل پر ځای مزار ته مخه ونیوله.

د قومي مشرانو په وينا د دوستم په عملیاتو کې شخصي دښمنۍ پالل کېږي او بې له کوم جرم او ثبوته پښتانه قومي مخور بې عزته کېږي او ان د دوی پر ښځينه وو لاس پورته کېږي.

تېره اوونۍ په جوزجان کې مېشتو پښتنو د دوستم له وحشته سر ټکولی و او ویل يې چې دا عملیات د طالبانو پر ضد نه بلکې د پښتنو پر ضد روان دي.

دوستم له نږدې تېرې یوې میاشتې راهیسې په شمال کې د طالبانو سره د جګړې پر پلمه په عملیاتو بوخت دی، چې تېر کال هم له یادو سیمو ناکام پلازمېنې ته ستون شو.

جنرال دوستم تېر کال هم پخپلو عملیاتو کې په فاریاب کې د سلګونو پښتنو کورونه وسوځول، شتمنۍ يې ور لوټ کړې او د دوی په قول د دوی پر ښځينه وو جنسي تېري وکړل.

د فاریاب ولایت قومي مخور د خپل شکایت لپاره پلازمېنې کابل ته راغلي و او د دوستم له وحشته يې د رسنیو مخکې اوښکې توی کړې.

تر اوسه د لومړي مرستیال دفتر یا هم د سرپل چارواکو د ولسي وګړو د دې شکایتونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

په چا به ژاړو؟؟؟

موږ یو ایجړا درلود اوس نو راته دوه شول: یو خو یې له ډاره نر نه دی چې چاته کاږه وګوري، هغه یې د سپکاوي بیلګه په لندن کې او هغه د هزاره ګانو تظاهرات او بیا هم دا دده بې غیرته تشکری له هزاره ګانو څخه.
دوهم یې بیا برعکس نه په وطن کې وهي او نه هم … پریږده چې ټوله ورځ سینګار وکړي او د #### په توګه ځان ښايسته کړي. دده بیا څه غم؟

افغان

اصلا حکومت نشته ، حکومت کی څلور جمهور ریسان ( ع ، غ ، رولا او خلیلزاد ) چه دوه یی د پردی دمخه ( مظلوم اولس سره په جنګ ) او دوه نور یی تر پردی شاته د اشغالګرو قومانده ع او غ ته رسوی ، ع او غ ته د اشغالګرو اوامر اوروی چه څه باید وکړی او څه باید ونه کړی ، دوهم کلاس جمهور ریسان یعنی د ع او غ معاونین نور چمهور ریسان دی د اشغالګرو سره سده اړیکی لری په ځانګړی ډول دوستم ، ضیا مسعود ، خلیلی ، محقق او داسی نور او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x