افغانستان

مشرانو جرګه: رولا غني دې د جهادي مشرانو اړوند خوله پټه ونیسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې غړي وايي چې د ولسمشر غني عیسايۍ مېرمن دا حق نه لري چې په نړیوالو ناستو کې د مجاهدينو اړوند تبصرې وکړي.

دوی له رولا غني غوښتي چې دا کوم رسمي موقف نه لري او باید د جهادي شخصیتونو اړوند د تبصرو په برخه کې خوله پټه ونیسي.

د مشرانو جرګې غړو وروسته له هغه دا څرګندونې کړې چې رولا غني د ګلبدین حکمتیار په ګډون په جهادي مشرانو غږ وکړ چې که غواړي د خپل ژوند وروستۍ شېبې کابل کې تېرې کړي حکومت باید ورته زمینه برابره کړي.

هغې د حکمتيار په ګډون جهادي مشران تر وخت تېر بللي و او تمه يې ښوودله وه چې نور د خپل ژوند په وروستيو پوړونو کې دي.

د مشرانو جرګې غړي وايي چې رولا غني باید د افغانستان د بهرنی سیاست او ملي ګټو ته پام وکړي او د دې هېواد اړوند د ناسمو تبصرو له کولو ډډه وکړي.

تر دې وړاندې هم ځينو جهادي مشرانو د رولا غني د څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون وښود او د دې څرګندونې يې د حکمتیار او حکومت تر منځ د نږدې کېدو خنډ جوړېدونکې وبللې.

رولا غني چې ولسمشرغني يې بې بې ګله بولي، د افغانستان چې تر نهه نوي سلنه ډېر وګړي يې مسلمان دي لومړۍ عیسايۍ مېرمنه ده او همدارنګه د ښځو د حقونو په برخه کې پر فعالیت بوخته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

یوه یادونه باید وشی چه د رولا غنی پری د اشرف غنی په لاس کی ده که دبادارانو په لاس کی که چیری د بادارانو په لاس کی وی نو بیا ددی تمه چه ددی عیسایینی خولی د کنترول شی هسی بی زایه ده او که د غنی په لاس کی وی نو دا یی سو وم زل دی چه ددی #### له خولی سخه داسی بی زایه اپلتی اوریدل کیژی نو د مشرانو جرگی غری باید زان پوه او بیا توقع ولری.

الحاج استا ذ بیانزی

د غنی په واسطه رولا غنی د افغانستان جمهور ریسه جوړه شوی ، یعنی غنی د رولا ویاند دی ، او کومه خبره چه رولا غنی کړی دا په دی خاطر شوی چه حکومتیار او حزب سلامی یی لا نور ذلیله کړی دا خدایی عذاب دی د هماغه چا له خوا ورته دا عذاب اورول کیږی چه دوی ورته په سجده شول ، دوی ته به د داعشی ملیشو مشری ورکوی دوی به پری د اسلامی مقاومت مخه نیسی لکه مخکی چه یی د اربکی ملیشو مشری لرله مګر د وسلو او معاشو د غلا کولو له امله یی تری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x