افغانستان

د بشري حقونو کمیسیون: حکمتیار پر بشري جنایتونو تورن دی، باید پوښتنه ترې وشي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د بشري حقونو کمیسیون وايي چې له حکومت سره د حکمتیار پر يو ځای کېدو باید هغه بې پوښتنې پرې نه ښودل شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر ګڼو بشري سرغړونو تورن دی چې باید پوښتنه يې وشي.

د دې کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار ويلي چې ګلبدین حکمتیار د هغو کسانو له ډلې دي چې د ده په وينا ګڼ ولسي وګړي يې وژلي او ځورولي دي.

بیدار وايي هغه کسان چې د بشري حقونو سرغړونکي او د ولسي وګړو پر ځور او وژنو تورن دی د بښنې وړ نه دي، بلکې باید پوښتنه ترې وشي او دوی باید د خپلو کړنو ځواب ووايي.

د بشري حقونو د کمیسیون ویاند په حکومت کې د شريکو مشهورو جنایتکارانو د بښنې یا هم محاکمې او پوښتنې په اړه څه نه دي ويلي، هغه حتی د دوستم اړوند هم چوپه خوله پاتې شوی.

د حزب اسلامي مشر چې د ځینو سرچينو په وينا پلازمېنه کابل کې دی او نږدې راتلونکې کې به له حکومت سره شوې موافقه لاسلیک کړي، وړاندې تر دې يې د بهرنیانو او د هغوی پر وړاندې وسله واله مبارزه فرض بلله.

حکمتیار چې ترې جلا شوي ښاخونه يې وړاندې تر دې په حکومت کې شریک و، پر دې موافقه کړې چې اساسي قانون او د بهرنیانو اډې به مني، وسله وال به يې وسلې پر ځمکه ږدي او کولی شي د حکومت په امنیتي لیکو کې ځای پر ځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ — د یوی لبنانۍ عیسوۍ دعوتګري په شرموونکي بیان خو نه وشرمیدي نو اوس به حقوق بشر ( یعنی د مسلمانانو توهینی کمیسون ) غوږ او پوزه ورپریکړی

mayak khan

وائې : هندوستړی خدای ناراضه؛ دغه دپښتو متل دحکمتیار صاحب له حال سره ډیر سمون خوري، اودالله تعلی دا قول چې [ هیڅکله به له تا څځه یهود اونصری راضي نشي تر څو چې ته دهغو په دین نشې] بې له شکه ریښتونی اودیوه مؤمن دایمان برخه دی، نوچې یو اسان ځانته تر ټولوغښتلی مسلمان هم وائې اوبیا هم دالله تعلی احکامو ته شاګرځوي نو هرومرو به هغه ذلت ویني ، الله دې پرې ورحمیږي.

بې نوم

زه حیران دې #### رفیع الله ته یم. ستا میندې او خویندې (ښایي ته یې ونه لرې) چې د اچارو د دې ګډولې حکومت له ترکیباتو یعنې کمونستانو، نظاریانو، دوستمیانو او ګلمجمانو او همدارنګه بې دینه هزاره وحدتیانو لخوا په سل رنګه بدرنګۍ بدرنګه او بې عفته شوې، ستا دا غږ ولې اوچت نشو؟ ته بې دینه بیدار ددې امریکایانو د جنایتونو څخه ولې څه نه وایي چې ورځ او شپه د افغانانو د هیڅ ډول ځورونې او وژنې څخه لاس نه اخلي، که نه یو څو مردار دالر یې ستا په کونه در ایښي او ته هم ورته څه… نور لوستل »

محمدربی آماج

د نوموړی مقالی د محتوی سره د دری ژبی دغه شعر ډیر پځای بریښي کوم چی وایی: اګر خواهند که از شهر دیوانه رانند!««»» هرانکه هست همه رانند!!. یا په پښتو کی د رحمن بابا دغه شعر ډیر وړ دۍ :چی مدام د بل وعیبو ته نظر کړي !««»» خدای له خپله عیبه ولی بیخبر کړی. او :: که څوک تله دانصاف په لاس کی درکړی ««»» خپل ټټو اودبل آس به برابر کړی او په همدی توګه د پښتنی ادب فولکوریک اړخ هم ډیر بډای دۍ اودغسی وایی: بیلتانه ښي چاری راوکړی !««»» ځان یی ملا کړو زه یی… نور لوستل »

مجاهد

الله ج فرمایی تعزو من تشاا و تزل من تشاا … عزت او ذلت د الله ج سره دی چاته چه یی د عزت اراده وشی عزت او چاته چه یی د ذلت اراده وشی ذلت ورکوی او د هغه ذات په لاس کی خیر دی د شیطان او دجال په لاس کی خیر نشته، شیطانان د قانع او مطمنو خلکو به سینو کی وسوسی نه شی زیږولی د حریصو په سینو کی وسوسی اچوی . تر هغی چه ماته حکمتیار او حزب اسلامی معلوم وو دوی مطمن وو اسلام یی د حکومت وسیله نه ګڼله بلکه حکومت یی د… نور لوستل »

sahil

زه ډېر حیران يم چې ولې اوس مخالفين ځان داسې ښکاروي چې ګویا اول حزبیان ول او اوس بدل شوي دي، په داسې حال کې چې د دوی تعصبي الفاظ او تعبيرونه په ډاګه کوی چې دوی له لومړی ورځې د اسلامي حزب د سپېڅلې کاروان او ښایسته لارې مخالف ول، او دوی خرڅ شوي ول، خو اوس په یو نوم او بل نوم فکر کوي چې د مسلمانانو تر منځ به اختلاف پیدا کړي، هيله ده له دغې کار مو لاس واخلئ، افغان ولس پر تاسو خبر شوی، ستاسو هره دسيسه به شنډوي، مونږ حزب اسلامي افغانستان تر قيادت… نور لوستل »

خپلواک

هغه وخت چه دوی په سپیڅلی کاروان او ښایسته لیاری کی وو ، خلکو خوښوو او خلکو یی د وینا او کړنو لمانځته او ستاینه کوله کله چه دی او دوی بدل شول یعنی له سپیڅلی لیاری خچنی . کفری او څو مخیزو لیارو ته مخه شوه دجال اړخ ته یی هجرت وکړو ، خلکو ته د هماغه دجالینو کم نه شکاری ، تاسی ولی د هغوی کړنو د فاع نه کوی ولی یی په اړه عقلی اونقلی دلایل نه لیکی ، همدغه یوه ببو لاله لیکی [ موږ روسان وشړل ، موږ د اوسنی اشغال په مقابل کی لمړنی… نور لوستل »

خليل الرحمن

افغان خبلواك اوبينوم(بيان زي الحاج اواستاد) لزخدايه ودارشه داخبل ملت دناموسونو به هكله دالفاظو به استعمال كي دخيلو القابوخيال وساته خبله امريكا كي زوند كوي امريكاي ب اسبورت لري شبه اورح ددالروراتولولو بوخت اوليكلني ألفاظ دي يو الحاج اوستاد سرهيح ارخ نه لكوي دزبي او قلم دعفت ساتنه بكارده
.

جلالزي

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x