نظــر

مدني ټولنې او ملي تفرق

دا څو کاله به شاید دراډیوګاڼو څخه په افغانستان کې دمدنې ټولنې / جامعه مدني یا دې ورته اصطلاحات ډیر اورئ ، دغه اصطلاح هم د لسګونو نورو ناشناخته اصطلاحاتو غوندې له غربي یرغل سره یوځای زموږ هیواد ته  راوارده شوې ده ، او اوس تر وروستي حده کوښښ روان دی ترڅو داعنوان او معنون زموږ  په کلتور او ترمینالوژۍ کې راخلط کړي .

که رښتیا ووایم داڅوکاله مې دمدنې ټولنې او ټولنو اصطلاح له غربي راډیو ډیره اوریده ، خو په هدف او غایه یې چندان نه پوهیدم ، اما په دې متیقن وم چې دغه پدیده هم  دیموکراسۍ ، لیبرالیزم ، لادینیت  او نورو پدیدو غوندې یوه سوچه غربي پدیده ده ، چې اوس یې دلته دترویج هڅه روانه ده .

نږدې یونیم کال وړاندې یو وخت  له تکړه لیکوال  او دنړیوال فکري جنګ له متخصص  استاد عبدالهادي مجاهد سره  په مجلس واوښتم ، په مجلس کې مې همدا پوښتنه ترې مطرح کړه ، چې په وروستیو کې  په افغانستان کې دلویدیځو سفارتونو ،  مؤسساتو ، رسنیو او مختلفو تمویلي او تبلیغاتي ادارو لخوا دمدني ټولنو په نامه  دیو لړ جوړښتونو په رامنځته کولو او  مطرح  کولو باندې په لویه سطحه کار شروع شوی دی ، دهر خبر په سر او پای کې مدني ټولنه یادیږي ، په هره موضوع کې دمدني ټولنو دریځ پوښتل کیږي ، هره ورځ دمدني فعالانو دغونډو  خبرونه نشریږي ، په داسې حال کې چې په دې نامه کوم جوړښت پخوا زموږ په هیواد کې شتون نه درلود ،  پوښتنه داده چې دا ټولنې څه دي ؟ او اصلي غایه او هدف یې څه دی ؟

استاد مجاهد زما ددې پوښتنې ځواب  دخورا اوږده  مبحث په بڼه وړاندې کړ، او ددې غربي پدیدې  جرړه او فلسفه یې خورا ښه  راوسپړله ، دلته به زه ونه توانیږم  چې دنوموړي خبرې ټولې  په هماغه شان راواخلم خو هڅه به وکړم چې دمدني ټولنې په اړه دنوموړي  ځانګړی  څانګپوهنیز  نظر فی الجمله  درسره شریک کړم .

استاد مجاهد وویل  : دمدني ټولنو په نامه  دمتعددو او متشتتو جوړښتونو رامنځته کول هم یو له هغو پدیدو څخه ده  چې ريښه یې دغربي کفري فلسفو  ( دیموکراسۍ ، لیبرالیزم ، سیکولرزم  )  او نورو سیاسي او اجتماعي نظریاتو  له ترویج او په نهایت کې دغربي استعماري  پلانونو له هدف ته رسیدلو سره پېیلي ده .

استاد مجاهد وویل  دغربي فکر سروالان  په نورو  انسانانو باندې دخپل لادیني فکر  دتطبیق په لاره کې  دوو  شیانو ته داساسي موانعو په نظر ګوري ،  یو له دین  سره دخلکو تړاو ، او بل مرکزیت پرستي  یا ټولنیز وحدت .

له دین سره دخلکو دتړاو په صورت کې دوی نه شي کولای ، ددیموکراسۍ سیاسي او دلیبرالیزم اخلاقي نظریې په خلکو ومني ،  ځکه دغه دواړه نظریات په انساني اساساتو ولاړې دي ، او دین  الهي قوانینو ته وایي ، چې له همدې امله یې ترمنځ ټکر رامنځته کیږي ، ددې لپاره چې ددوی انساني فلسفو ته دعمل لاره  خلاصه شي نو دوی دانسان دسیاسي ، اخلاقي او عملي ژوند ډګر له دین څخه تجریدوي او دین یوازې  تر ذهني باور  پورې محدودوي  ، ترڅو دعمل په ډګر کې انسان دغربي لادیني تمدن تعمیل ته وزګار شي .

دوهم شی چې دلویدیځ لادینیت  مفکرین یې  دخپل نړیوال پروګرام  په وړاندې خنډ بولي هغه  دخلکو ټولنیز وحدت ، یووالی او یامرکزیت  پرستي ده ، خصوصا دافغانستان غوندې په هغو ټولنو او هیوادونو کې چې دغربي فکري او سیاسي اشغال تر عملیاتو لاندې وي ، د خلکو وحدت  او یووالی  دغربي سیکولرانو دبریا په وړاندې لوی خنډونه ایجادوي .

له غربیانو سره دپیسو او امکاناتو کمی نشته ، دوی دخپل فکر( بي دینۍ ) دترویج لپاره  هرډول مصارفو ته اماده دي ، خو دوی اړ دي ، چې په مستهدفو ټولنو کې   لومړی دنوک ځای پیدا کړي ، ترڅو ورپسې دسوک ځای ومومي ، دوی اړ دي ، چې دمستهدفو ټولنو  ځیني خلک په بیه واخلي ، اجیران یې کړي ، اعمال یې کړي ترڅو خپلو اهدافو ته  ځان ورباندې ورسوي .

که چیرې ټولنه  یا هیواد متحد او یو لاس وي ، همدا وحدت  خودبخوده  ددښمن  درخنه ګرۍ او مداخلې مخه نیسي ، له همدې امله  خو لکه څرنګه چې  غربیان  له دین څخه دسیاست بیلولو ته متوجه دي په همدې اندازه  په مستهدفو ټولنو کې دمرکزیتونو له منځه وړلو او دواحدو محورونو  ختمولو ته هم متوجه دي .

صدام حسین او معمر قذافي له دې امله  دغربیانو لخوا  ختم نه کړای شول چې دوی په دین باندې ولاړ خلک وو ، بلکې  دوی  په خپلو ټولنو کې دمرکزیت په رول کې وو او خپل هیوادونه یې یولاس ساتلي وو ، چې  همدې محوري کردار یې  د غربیانو درخنه ګرۍ او مداخلې مخه نیوله نوځکه له منځه یووړل شول .

افغانستان  چې د غربي کولو ( ویسټرانایزیشن ) تر عملیاتو لاندې دی ، هم له همدې مرحلې تیریږي ، معمولا په داسې مراحلو کې لویدیځوال  دپلورالیزم  یا کثرت ګرایي شعار پورته کوي ، دوی وایي  ټولنه باید متنوعه  شي ترڅو دګوندونو دیموکراسۍ ته لاره هواره شي ، دلته بیا دوی دوحدت او یووالي په ځای تفرق او نفاق ته تبلیغ کوي ، دکثرت ګرایي او ګڼ ګوندیزي دیموکراسۍ چیغي وهي ، د کثرت ګرایي بله معنی دټولنیز  دیني او ملي وحدت  نړول دي ، ددې لپاره باید په تدریج سره واړه  او بیا لوی جوړښتونه رامنځته شي ، دا جوړښتونه باید دشخصي ، توکمیزو او صنفي ګټو په بنیاد وي ، ترڅو له یو بل سره  ښه مقابله وکړای شي ، ترڅو یې په نتیجه کې د دیني او ملي ورورولۍ روحیه وځپل شي ، ټولنیز وحدت مات شي ، ټولنه پارچې پارچې شي او لویدیځوالو ته دخپلو کلتوري ، سیاسي او اقتصادي اهدافو دترلاسه کولو لپاره له اشخاصو او ډلو سره  دمعاملو  ، اعمال او استعمال ښه فضاء برابره شي .

دټولنیزې پاشلتیا  او تشتت دا بهیر لومړی له وړو صنفي اتحادیو او ټولنو پیلیږي ، چې تربیلابیلو سیاسي ، توکمیزو ، کلتوري ، اقتصادي ، اجتماعي ، حقوقي  او نورو عنوانونو لاندې رامنځته کیږي ، دغو ټولنو ته  د ویسټرانایزیشن په ترمینالوژۍ  کې مدني ټولنې ویل کیږي ، او په پراخه کچه منظم تبیلغ ورته کیږي ، ترڅو په عامه  اذهانو ومنل شي او دیوه ځواک په حیث مطرح شي ، وروسته  استعمارګران کولای شي ، د یوه قوي مرکزیت او  ملي محور په نه شتون کې له دغو کوچنیو  بې ځواکه ټولنو څخه څرنګه چې خوښه وي هماغسې استفاده وکړي او خپلو اهدافو ته ځان ورباندې ورسوي .

همدا اوس په افغانستان کې به نورو پراخو دسیسو سربیره  دمدني ټولنو ترعنوان لاندې  د نیم بند افغان ملي وحدت دپاشلو بهیر روان دی ، په ټولنیزو شبکو کې  د(پلاني بهیر) او( روند فلان) ترعنوانونو  لاندې توکمیزو ، ژبنیو او سمتي توپیرونو ته دلمن وهلو لوبه ګرمه ده ، په لسګونه  بهیرونه ،  ګوندونه ، روندونه  او ټولنې دمرخیړیو غوندې رازرغونې شوي دي ، چې یوازې یې دزهري تبلیغاتو او فعالیت څرک یي  لګیږي نور یې ماهیت نه معلومیږي ،  د ټولنیزو شبکو استعمال او دنوي تیکنالوجۍ ترویج دې فعالیت ته لاښه زمینه برابره کړې ده ،  او دصنفي ، شخصي او ګونډي ګټو لپاره  دیني اوملي وحدت ترسختو بریدونو لاندې دی .

آبله ورځ  په کابل ښار کې مظاهره وه  دمدني ټولنو ترعنوان لاندې  یوې ډلې په روزګان کې دحکیم شجاعي په نامه  دیو وحشي قومندان کړنې په کلکه وغندلې او دنوموړي دمحاکمې غوښتنه یې وکړه ، خو په همدې ورځ له هزاره ګانو څخه جوړې یوې بلې مدني ټولنې په حکیم شجاعي ملا وتړله ، نوموړی یې دیوه اتل په حیث وستایه  او دده مخالف مدني فعالان یې دمدنیت له قلمرو څخه خارج خلک وبلل .

له دې جریان څخه ښکاري چې دمدنیت ترعنوان لاندې  دملي تفرق داغربي پدیده اوس دومره په بدو اوښتې چې اخلاقي پولې یې هم  نړولې دي او دمدنیت ترعنوان لاندې  دخپلو ګټولپاره دوحشت په ملاتړ  او ننګه هم باک نه کوي  .

دمدني ټولنو  د تفرق پالنې ماهیت له دې هم معلومولی شئ ، چې دانتخاباتو دکمیسیون  ټول اعضاء که له هر جوړښت سره یي تعلق درلود  تعین او بشپړ شول ، مګر دمدني ټولنو په نوم چې  کومه څوکۍ ځانګړې شوې وه تراوسه تشه ولاړه ده ، ځکه  ددې هرې ټولنې سره دخپلو صنفي ، توکمیزو او شخصي ګټو خبره مطرح ده ، د دوی اساس په تفرق ولاړ دی نوځکه  له بیا بیا هڅو سره سره په یوه نماینده باندې توافق ته نه دي رسیدلي  او دانتخاباتو کمیسیون مجبور دی چې ددوی له حضور پرته  خپله دنده پیل کړي .

تراوسه پورې  افغانانو ته  دمدني ټولنې معنی او مفهوم  تعریف شوی نه دی ، خو دغه ډول لسګونه ټولنې رامنځ شوي دي ، او دحالاتو طوفان اخیستي  ګڼ ځوانان هم په کې ښکیل دي ، دوی چې ځانونه مدني فعالان بولي ، یوازې دې ته خوشاله دي  چې کومه غربي رسنۍ ورسره دمدني فعال په نوم مرکه وکړي ، او دمظاهرې او لاریون خبر یاعکس  یې نشر شي ، نور  له دې ناخبره ده ، چې ددې ملي تفرق تاوان  یې کوم او څومره دی .

لکه څرنګه چې  رڼا په  تیاره فضیلت لري او علم په جهل ،  همداسې په نقلي او عقلي دواړو موازینو اتحاد په  تفرق او اختلاف باندې افضل دی ،  دپلورلیزم ،  ګثرت ګرایي ، ګڼ ګوندیز نظام او متنوعې ټولنې فلسفه یوه پوچه او منحوسه  غربي کفري فلسفه ده چې غربیان یې دځان لپاره نه بلکې یوازې زموږ  دبیلولو او اېلولو لپاره  تبلیغوي .

ددې په ځای چې دمدني ټولنې په غوړ شعار غلط شو ، او تفرق ته مخه کړو ، راځئ دسرتاسري دیني ملي وحدت په پار  دې الهي امر ته لبیک ووایو چې ( واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا . . .  الایه  )

( ټول دالله په رسۍ ( دین ) منګولې ولګوئ او  تفرق مه کوئ )

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x