بلخ: طالبانو اربکی قومندان او د عطا نږدې کس وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اربکیانو مشهور قومندان او د عطا محمد نور نږدې کس وژلی دی.

قومندان ګل جان چې په نظامي برخه کې د بلخ د والي نږدې کس بلل کېده تېر مازیګر د طالبانو په برید کې ووژل شو.

د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي چې نوموړی قومندان له خپل کور څخه د پوستې په لور روان و، چې د طالبانو له کمین سره مخ شو.

قادري وايي چې له هغه سره د نوموړي ساتونکی ټپی شوی خو پخپله قومندان ځای پر ځای وژل شوی دی.

طالبانو هم د قومندان ګل جان د وژل کېدو مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې نوموړی يې تېر مازیګر د چمتال په نوشهر سیمه کې وواژه.

دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي «یاد قومندان په ظلم، وحشت او بې حیایۍ کې ځانګړی شهرت درلوړد او عام ولس یې له ناوړه کړنو څخه ترپوزي رسیدلی وو. د ده په وژل کیدوسره به ترډیره حده مظلوم هیواد وال د ارام ساه واخلي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د