افغانستان

تېرو څلورو میاشتو کې تر ۳۷ زره ډېرې کورنۍ کډوالې شوې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د روان ميلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر ۳۷ زره ډېرې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.

د ملګرو متلونو د راپور له مخې په افغانستان کې د ننه د جګړو له امله په تېرو څلورو میاشتو کې ۳۷ زره او ۲۹۴ کورنۍ کډوالې شوې دي.

د راپور پر اساس دغه کورنۍ تر جګړې لاندې ساحو نه خوندي سیمو ته کډوالې شوې دي چې له مېشتېدو سره سم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوې دي.

په دې راپور کې د تېر میلادي کال د کډوالو شمېر هم ذکر شوی دی، چې پر اساس يې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۳۸۴ زره او ۴۸۰ تنه کډوال شوي دي چې د وړم کال ۲۰۱۴م په پرتله پکې ۹۶ سنله ډېرښت راغلی دی.

د ملګرو متلونو دا راپور کاږي چې تېر کال د کډوالو له ډلې ۶۱ سلنه برخه ماشومانو جوړوله.

د تېرو څلورو میاشتو د کډوالو شیو کورنیو د غړو که متوسط تعداد اوه تنه فرض کړو، نو یوازې په څلورو میاشتو کې ۲۶۰زره تنه کډوال شوي دي.

د همدې راپور له مخې په افغانستان کې د بې ځایه شویو شمېر تر ۱،۲ میلیونه اوړي.

ياده دې وي د ګډ حکومت دواړو مشرانو د خپل کار په پیل کې ژمنې کړې وي چې د سولې لپاره به خپلې هڅې نه سپموي، خو تر دوه کاله ډېر وخت تېرېږي لا هم افغان ولس په روانه جګړه ځپل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x