افغانستان

رحمت الله نبیل یو ځل بیا د ملي امنیت سرپرست وټاکل شو

نن ټکی آسیا: د ملي امنیت پخوانۍ سرپرست رحمت الله نبیل چي د خپلي دندي څخه ګوښه کړه شوی وو، یو ځل بیا ددغي ادارې د سرپرست په توګه وټاکل شو.

نومړی ددې تر مخه هم پر همدې دندې باندي وخت تیر کړی وو، او بیا حامد کرزي په یوه فرمان سره د له خپلي دندې څخه ګړه شوی وو، او پر ځای یی اسد الله خالد ټاکل شوی وو.

اسد الله خالد د طالبانو په یو استخباراتي بریا په ترڅ کې د یوې چاودني ښکار شو، چي له کبله یې د بدن لاندي حصه تر ډیره حده زیانمنه شول، او امریکا ته د علاج لپاره ولیږدول شو.

د جمهوري ریاست ددفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ فقرې  له مخې او د ملي امنیت د لوی ریاست د اړوندو چارو د پرمخ بیولو لپاره د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست په توګه د محترم انجنیر رحمت الله نبیل ټاکنه منظوره  ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x