افغانستان

نريندرا مودي راتلونکې میاشت کې افغانستان ته راځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): هندي رسنۍ وايي چې د هند لومړی وزیر نريندرا مودي به راتلونکې میلادي میاشت کې افغانستان ته راشي.

مودي به د جون په لومړیو کې امریکا ته د تګ په مهال په افغانستان کې لنډه دمه واخلي او د سلما بند پرانیسته به وکړي.

دغه بند چې د هند دولت په مرسته په هرات کې جوړېږي د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې لوی ګام بلل کېږي.

تر اوسه د هند دولتي سرچينو د مودي د سفر په اړه رسماً څه نه دي ويلي.

ياده دې وي ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې د ملي شورا له غړو سره په خبرو کې وویل چې اته ورځې وروسته به مودي د ایرن له ولسمشر سره په ایران کې د چابهار ترانزیټي بندر موافقه لاسلیک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx