امان الله هوتکي: روزګان ولایت د سقوط په حال کې دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایتي شورا پخوانی رئیس «امان الله هوتکي» وايي چې طالبانو په دهراود، خاص روزګان او آن په مرکز ترینکوټ کې سخته جګړه پیل کړې او دا ولایت یې د «مطلق سقوط» له ګواښ سره مخ کړی دی.

ښاغلی هوتکي وايي چې کله یې هم له امنیتي چارواکو سره اندیښنه شریکه کړې هغوی ورته په ځواب کې امنیتي حالت د ډاډ وړ ګڼلی. خو نوموړی د چارواکو دغه څرګندونې له حقیقته لرې بولي.

نوموړی په حکومتي چارواکو غږ کوي چې یا دې حالت کابو کړي او یا دې حکومت طالبانو ته ورپرېږدي. د هغه په خبره «که چارواکي حکومت نه شي خوندي کولی برناحقه دې پرې خلک نه وژني او حکومت دې طالبانو ته ور ایله کړي».

ښاغلی هوتکي وايي چې د ولسوالیو لارې د طالبانو په واک کې دي او امنیتي ځواکونه د دې جوګه نه دي چې د خلاصون لپاره یې عملیات وکړي. نوموړی نه یوازې دا چې له افغان ځواکونو څخه د عملیاتو تمه نه لري بلکې د هغوی لپاره دا لویه لاسته راوړنه ګڼي چې خپلې شته پوستې وساتي.

هغه زیاتوي چې طالبانو افغان ځواکونه له پخو نظامي تاسیساتو څخه شړلي او پوځي تجهیزات یې ترې نیولي دي. د ښاغلي هوتکي په باور په روزګان کې افغان ځواکونه د طالبانو په وړاندې د جګړې تاب نه لري او په خبره یې، «چې مازې غږ شي دوی راځغلي».

نوموړی د امنیت شورا، کورنیو او دفاع وزیرانو ته چلینج ورکوي ترڅو داسې ثبوتونه وړاندې کړي چې وښيي کومه ولسوالۍ د دولت په لاس کې ده.

امان الله هوتکي وايي چې په دهراود ولسوالۍ کې د (۶۷۲) پولیسو څخه یوازې (۶۰) تنه پولیس موجود دي. هغه په دولت نیوکه کوي چې له (۶۰) کسانو څخه د (۶۰۰) کسانو جنګ غواړي او په داسې حال کې افغان ځواکونه جګړې ته ورټېل وهي چې اکمالات نه ور رسوي.

د نوموړي په باور، طالبان تر ملي اردو ښه تجهیزات او وسلې لري او په داسې (هشتادو پنج) ډوله وسلو سنبال دي چې له ملي اردو سره نه شته. نوموړی زیاتوي:

«طالبان د شپې یو ډول لیزري ټوپکان لري چې د ملي اردو، پولیسو او محلي پولیسو عسکر داسې په رسا ټک ولي لکه سړی چې چوغکه (مرغۍ) وولي».

د روزګان ولایتي شورا پخوانی رئیس امان الله هوتکي ټینګار کوي د دې ولایت امنیتي حالت د اندیښنې وړ دی او په خبره یې که حالات همداسې روان دي ډیر ژر به روزګان ولایت سقوط وکړي او د طالبانو لاس ته به ولویږي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو له تېرې دوو ورځو راهیسې د روزګان په دهراود او چارچینو ولسوالیو ډله ییز بریدونه پیل کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې جګړه لا هم په شدت دوام لري او د دوی جنګیالي د پرمختګ په حال کې دي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې د دهراود ولسوالۍ امنیه قومندانۍ تر کلکې محاصرې لاندې ده او د یادې ولسوالۍ مرستیال ولسوال «سرکاتب» له خپلو دوه تنو ساتونکو او اسلحې سره دوی ته تسلیم شوی دی.

طالبانو د روزګان ولایت پر دوو مهمو ولسوالیو په داسي مهال درانه بریدونه پيل کړي چې لا هم د کندهار-روزګان لویه لار تړلې ده او امنیتي ځواکونه نه شي کولی چې دې ولایت ته ځمکني اکمالات ورسوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د