افغانستان

بغلان: طالبانو د امنیتي ځواکونو یو لوی مرکز نیولی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د بغلان ولایت پلخمري اړوند د امنیتي ځواکونو لوی مرکز سقوط کړی دی.

طالبان وايي چې د دولتي امنیتي ځواکونو دغه مرکز يې له تېرو دریو ورځو راهیسې محاصره کړی و، چې نن غرمه مهال يې پر بشپړ نیولو بریالي شول.

دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا مرکز د پلخمري د چشه شیر سیمه کې پروت و چې د « جرمن غونډۍ بیس» په نوم مشهور و.

طالبانو ویلي چې د دې مرکز له سقوط سره د چشمه شیر او سرخ کوتل سیمې بشپړې د دوی تر واک لاندې شوې.

دولتي سرچينو د مرکز د سقوط په اړه څه نه دي ويلي، خو ويلي يې دي چې سرخ کوتل کې يې له دې مرکز نه لسګونه عسکر د طالبانو له محاصرې ژغورلي دي.

د چارواکو په خبره له دې مرکز نه يې ۷۵ محاصره عسکر روغ ویستلي دي.

طالبانو د دې مرکز د نیولو تر څنګ سیمې ته پر ورغلیو تازه دمو دولتي ځواکونو بريدونه کړي او د درندو زیانونو اړولو دعوه يې کړې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د کابل – مزار پر لویه لار يې پلخمري ته څېرمه د امنیتي ځواکونو ۱۳ ټانګونه ویجا کړي، ۱۶ عسکر يې وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دوی د منګلیو د مهم امنیتي مرکز د محاصرې خبر هم ورکړی او ويلي يې دي چې د دې مرکز د خلاصون په موخه ورغلي دولتي ځواکونه يې په شا تمبولي دي.

ياده دې وي د هېواد په شمالي ولایت بغلان کې په داسې حال کې ورته خبرونه ورکول کېږي چې د ولسمشر لومړی مرستیال په سرپل ولایت کې د ولسي وګړو پر لوټ او ځورولو بوخت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x