افغانستان

په کندهار کي د کابل بانک مخي ته چاودني پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: نن د کندهار ښار په مرکزي سیمه شهیدانو چوک ته نیژدې د کابل بانک ودانۍ مخي ته چاودنه وشول چي له کبله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وايي چي په پيښه کي شپږ تنه وژل شوي دي، او تر شل نور ټپيان دي، چي ډیر یې ملکي وګړي دي.

خو ځایي اوسیدونکي او امنیتي چارواکي وايي چي ځکه په چاودنه کي زیات شمېر پولیس او د ملي امنیت کسان هم ټپيان شوي او وژل شوي دي، ځکه چي د چاودني په وخت کی زیات شمېر پولیس او د ملي امنیت کارکونکي په بانکي کي د تنخوا اخیستلو لپاره را ټول شوي وه.

د چاودني له کبله د کابل بانک ودانۍ ته هم ډیر زیان رسیدلی دی.

تر اوسه ددې پيښي په اړه د طالبانو له خوا څه نه دي ویل شوي.

kandahar kabulbank

kandahar kabulbank1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x