افغان ځواکونه: روزګان کې د اکمالاتو له نشتون سره مخ یو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت د عملیاتي کنډک قومندان «سمونیار احسان الله ملامت» د مرکزي حکومت د نه پاملرنې څخه شکایت کوي او وايي چې اکمالات او تجهیزات نه ورکول کیږي.

سمونیار ملامت زیاتوي چې د نورو ستونزو سربېره د مهماتو، وسلو، تېلو او په ټوله کې د اکمالاتو او تجهیزاتو له اړخه ډیر بې وسه دي.

هغه وايي چې د روزګان ولایت او همدارنګه مرکزي حکومت چارواکو سره هره شېبه اړیکه نیسي او د اکمالاتو غوښتنه ترې کوي خو څوک یې غږ نه اوري.

د سمونیار ملامت په اند، که دوی ته اکمالات او تجهیزات ورسیږي «طالبان مونږ سره د یو ساعت جنګ توان نه لري».

نوموړی زیاتوي:

«مونږ شپه او ورځ بغارې وهو چې اکمالات راورسوئ، تېل راورسوئ، خو څوک مو غږ نه اوري، که تېل او اکمالات راورسیږي زه په یوازې ځان دا توانايي لرم چې د طالبانو لخوا د ټولو ولسوالیو تړلې لارې خلاصې کړم».

سمونیار احسان الله ملامت د اکمالاتو د نشتون ترڅنګ ملکي تلفات هم پلمه ګرځوي او زیاتوي چې «که مونږ د هوايي او توپچي ځواکونو څخه کار اخلو ملکي کسانو ته تلفات اوړي».

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ ولسوال «امین الله خالقي» هم شکایت کړی وه چې په ځلونو یې ولایتي چارواکو او مرکزي حکومت ته خبر ورکړی وه او د ولسوالۍ د سقوط اندیښنه یې ورسره شریکه کړې وه، خو په خبره یې نه یې چا غږ اوریدلی او نه یې ورسره مرسته کړې ده.

د روزګان ولایت دولتي او امنیتي چارواکي په داسې حال کې د اکمالاتو او تجهیزاتو د نشتون غږ پورته کوي چې طالبانو په دهراود ولسوالۍ کې ټولې دولتي ودانۍ محاصره کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ولسوالۍ مرستیال ولسوال «سرکاتب» دوی ته تسلیم شوی او د دوی جنګیالي پر دولتي ودانیو ورو ورو د محاصرې کړۍ ورتنګوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د