شعـــــرونه

دزړه کابل: تسل عزام

تسل عزام
جانان ګوښه شو کنه سترګې مې تړلې نه دي
ډیره موده وشوه چې نښې یې راغلې نه دي

کسي دې تور شول او لیمو دې سور بخمل اغوستی
ووایه څه دي یاره شونډې دې ګنډلې نه دي

د بیلتون چرګه په اذان کې دې تلوار کړی دی
موږ لا تر اوسه د وصال شیبې کتلې نه دي

د قطر یاره د زړه دیک چې دې ناهیلی نه کړې
زموږ له اسمانه لا چینوک بنګنې تللې نه دي

د زړه کابله چې په زړه کې دې څه نه شی در تیر
موږ له غماز سره د چم اډې منلې نه دي

خلګ دروغ وایي پر ما باندی تهمت لګوي
بسته کال تیر شو ما هغه سترګې لیدلې نه دي

سوبې په کلک عزم او ټینګه عقیده کیدای شي
سوبې په شوبلو باندې هیڅ خونخوار ګټلې نه دي

د مینې تار د اوښکو ډیرې ملغلرې غواړي
تسل تر اوسه دوې او درې سره پیلې نه دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x