hand blood

وحشي چارواکي !

دبي سرحده ډاکټرانو  دوروستیو رپوټونو  په اساس د سوريي په غوطه نومي سیمه کې  نیږدي  ۳۰۰۰ کسان  دهغو   زهرجنو کیمیاوي  بمونو داستعمال له وجې  ژوبل او وژل شوي  کوم چې  په دې وروستیوکې دبشار الاسد دځواکونو لخوا دخپلو مخالفینو په خلاف کارول شوي  دي.

تردې څو  ورځې له مخه  دمصري  پوځي  چارواکو  په هغو بریدونوکې چې درابعه العدویه اوالنهضه په میدانونوکې يي دمظاهره کوونکو په  خلاف تر سره کړ  تر دري زره زیات کسان  ووژل شول .

همداشان  دعربي نړي په نورو هغو هیوادونوکې چې دعرب پسر لي  تازه باد پکي را الوتی  په  لسګونو زره  خپل مخالفین  په ډیرې بیرحمۍ سره ووژل چې دهغوئ له جملې نه  :

په تونس کې   ۲۱۹ کسان          ۱۷/۱۲/۲۰۱۰

په مصرکې  ۸۰۰ کسان  ـ          ۲۵/۱/۲۰۱۱

په لیبیاکې  ۷۰۰۰۰  کسان ـ        ۱۷/۲/۲۰۱۱

په یمن کې ۰ ۳۰۰۰ کسان   ـ       ۳/۲/۲۰۱۱  

په سوریه کې  ۱۵۰۰۰۰کسان ـ   ۲۶/۲/۲۰۱۱ـ  ۳۰/۸/۲۰۱۳

پورتني ارقام  ټول  دهغو معتبرو منابعو په حواله لیکل شوي کوموچې  دعربي نړۍ د عرب پسرلي په اړه تحقیقي رپوټونه نشرکړي.

په پورتنیوارقاموکې یواځې دوژل شویوشمیره ښودل شوي دژوبل شویو ،ورک شویواو هغو بي ځایه شویو وګړو تعداد نه دې ذکرشوی کوم چې دجګړې له امله دخپلو کورونو پریښودلو ته اړیستل شوي.

دد غو تاوترخوالو مالي  تلفات تراوسه  ۹۰۰ملیارده ډالر اټکل شوی چې په هغه کې لا دمصر وروستۍ پیښې نه دې شاملې.

پوهیږئ داټول ځاني او مالي تاوانونه  دچا له خوا چاته اوښتي  ؟

دخپلو حاکموچارواکولخوا دخپلو ولسونو وګړیو ته !

دهمدغو ولسونو چارواکوته دولس تر اساسي غوښتنو خپل  شخصي  اقتدار ډیرې  مهم  چې دهماغه  دساتلواودوام  په غرض خپل ولسونه په وینوکې لمبوي.

ددغو هیوادونو دچارواکو په فکر او عقل باندې وحشت او حیوانت  غلبه کړې ، هغوئ  ته دخپلو وحشي غرائزو داشباعولو لپاره  دمظلومو انسانانو قتلول ، سوځول اوپه بیولوژیکي وسلو وریتول  دخپلو هیوادونو او ولسونو ترترقي ،هوسايي او پرمختګ ډیر ښه ښکاري ، هماغه ده چې دخپل همدغه  تحمیلي نامشروع اقتدار دبقاء لپاره  په هیڅ صرفه نه کوي ،دخپلو ولسونو وینې بهوي ، کورونويي ور  ورانوي او څوک چې په خلاف غږپورته کوي  غږيې په ستوني کې ورزندۍ کوي.

له بده مرغه چې د دغه وحشت او بهیمیت  لیونۍ نشه  دافغان ځوریدلي ولس دحکمرانانو په دماغونوکې هم  ګرځي راګرځي، هغوئ هم  غواړي چې په دې ډول ولس ځورولوکې خپلو واکمنیوته زمینه برابره کړې ، ځوریدلي افغانان  چې له  څه باندې دریو لسیزو راهیسي یې ددغو وحشیانه  واکمنیو  خونړۍ شیبې  لیدلې  اوس خپل مستقبل ته به چورت کې دي چې  نوربه لاڅومره د  داشاني وحشي  چارواکو  دوحشیانه حاکمیت  دخونړیو صحنو دتسلسل  شاهدان وی …

عبدالرحیم (ثاقب)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د