شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

د بیلتانه په هره لاره وژل شوی یمه
څو ځلې ستا لپاره یاره وژل شوی یمه

سر مې ټیټ نه دی سر مې تاته په سینه راوړی
همدا اوس راغلمه له داره، وژل شوی یمه

جنګ کې مې تېښته کړې نه ده ځکه پاتې یمه
د توریالیو له قطاره وژل شوی یمه

ستا په ارمان مې آخیر خپل سره پرهرونه ښکل کړل
د یار د سرو شونډو خُماره! وژل شوی یمه

د فرعونیانو له خدایی نه مې انکار کړی و
په دې خاطر پروردګاره! وژل شوی یمه

هغوی چې مړي کړي، جنګ یې کړی، ژوند کوي خو
زه بې چاره او بې آزاره وژل شوی یمه

خدایه! دا یو ارمان مې تاته په زړګي راووړ چې
پور مې وانخیست له اغیاره، وژل شوی یمه

دا ستا په مینه په تورخم کې تور ښامار وخوړم
زما جنته ننګــرهـاره ! وژل شوی یمه !!!

د “خدرخېل” په مزار دا یو څو جملې ولیکئ!
چې د وطن او دین لپاره وژل شوی یمه

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۵/۲/۲۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x