ادبي لیکني

د پلار مينه «لنډه کيسه»

ژباړه: احسان‌‌الله عابد

کوچنی ماشوم له خپل پلار سره د سرای په باغچه کې ناست وو، ناڅاپه يو کارغه راغی او د باغچې پر کټارو کښېناست.
– پلار له خپل زوی څخه وپوښتل:

  • دا څه شی دی؟
  • زوی يې جواب ورکړ:
  • کارغه دی
    وروسته له څو دقيقو څخه يې پلار دوهم ځل بيا ورڅخه وپوښتل:

زوی دا څه شی دی؟

زوی يې بیا ورته وويل:

بابا ما خو لږ مخکې درته وویل چې دا کارغه دی!
تر لږ ځنډ وروسته يې پلار بيا په مينه خپل زوی ته وويل:

زويه دا څه شی دئ؟

زوی يې په غوسه شو، ولاړ شو، تندی يې تريو کړ او په لوړ اواز يې وويل: کارغه، کارغه، کارغه!
پلار يې سر ځوړند کړ، خپلې کوټې ته ولاړ. هلته کېناسته پخوانۍ خاطرې يې را يادي کړې.

يوه زړه کتابچه يې را واخيسته خلاصه يې کړه او خپل زوی ته يې ورکړه چي ويې وايي. په یوه پاڼه کې داسې ليکل شوي وو.
– نن مې کوچنی زوی د ۳ کالو شو او زما سره د سرای په باغچه کي ناست دی. کله چې کارغه راغی زوی مې زما څخه ۲۳ وارې وپوښتل چې بابا دا څه شی دئ؟

  • ما هم ۲۳ وارې په مينه ځواب ورکړ چې زوی جانه دا کارغه دی. هر ځل په مينه پوښتنه راڅخه کړي او زه هر وارې په مينه ځواب ورکوم، هېڅ نه پرې غوسه کېږم د خپل زوی سره مې مينه نوره هم زياتېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x