fbpx
afghan-school

کونړ کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ سوځول شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د کونړ ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې څلور ښوونځي سوځول شوي دي.

د کونړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وايي چې تېره نیمه شپه د ماڼوګي په لېچلام سیمه کې د هلکانو یوه لېسه په بمونو الوزول شوې ده.

عبدالقهار اخندزاده وايي چې په ورته وتخ کې د ودیګرام او کندهارو سیمه کې هم د دوو ښوونځیو ودانۍ او بل چې یوازې خېمې يې وې سوځول شوي دي.

د کونړ چارواکو تر اوسه د دې پېښې عاملین نه دي په ګوته کړي، خو ويلي يې دي چې دا د کونړ په سطحه لومړی ځل دی چې تعلیمي ودانۍ سوځول کېږي.

که څه هم له کونړه د نا امنۍ ګڼ راپورونه ورکول کېږي، خو د پوهنې چارواکي يې وايي چې په ټو ولایت کې تعلیمي ادارې فعالي، ښوونځي پرانیستي او د شاوخوا ۴۵۰۰ تنه ښوونکو له لوري تدریس ورکول کېږي.

ياده دې وي ماڼوګي ولسوالۍ د کونړ ولایت له مرکز نه ختیځ لوري ته په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د