
دحافظې د پیاوړي کیدو څو غوره لارې
قند اغا لالی
دانسان د حافظې د کمزوری کیدو او په هغې باندې د منفي تاثیراتو بیلابیل دلیلونه شته چې کولای شو له هغې څخه د جنګ ، فقر، بی روزګارۍ ، غم او اندیښنه ، ناوړه چارپیریال ، کورنی تاوتریخوالی ، د عمر زیاتوالی او داسې نورو څخه یادونه وکړو چې د مغز د کمزوری کیدو لامل ګرځي، دلته یوازی غواړم څو هغه لارې چارې تاسې سره شریکې کړم چې ستاسې د حافظی په پیاوړي کیدو کې مرسته کولای شی
1: خپل مغزی فعالیت ډیر کړئ
تجربو ښودلې چې فکري فعالیتونه د مغزي حجرو تر منځ د اړیکو د پیاوړي کیدو سبب ګرځي، په حقیقت هر څومره چې ستاسې مغزي فعالیت زیات وي هماغومره نوموړي حجرې پیاوړي کیژي
2: ورزش وکړئ
دا چې د انسان د بدن ټول عضلات د هغه د مغز سره د مختلفو رګونو په واسطه مستقیمې او منظمې اړیکې لري نو ورزشي حرکات له یوې خوا د وینې فشار څخه مخنیوی کوي اوله بلې خوا د استرس (خفګان) څخه مخنیوی کوي همدا لامل دی چې د ورزش کولو وروسته د انسان مغز د آرامتیا احساس کوي
3: ښه او منظم خواړه وخورئ
څومره چې مناسب ویتامین لرونکي خواړه د انسان عضلاتو او بدن ته ګټه رسولای شي په هماغه اندازه د مغز لپاره هم ګټور دي په دې برخه کې باید کوښښ وشي تر څو د ویتامین ( بی) لرونکو موادو لکه سبزیجاتو او حبوباتو څخه زیاته استفاده وشي او بر عکس د حیواني شحمیاتو لرونکو موادو څخه د امکان تر حده استفاده ونه شی
4: د ماهی له غوښې زیاته استفاده وکړئ
دماهی په غوښه کې یو ډول ماده شته چې نوم يي امګا 3 دی اودا یوه داسې ماده ده چې د زړه او مغزي ناروغیو څخه تر ډیره مخنیوی کوی، له بلی خوا د انسان د مغز 30٪ برخه له همدې مادې څخه جوړه شوې دا ماده د مغز د حجرو په تولید او ترمیم کې خاصه ونډه لري
5: شین چای وڅښئ
د ورځې په اوژدو کې دشنو چایو د یوې پیالې څښل کولای شي هغه کیمیاوي مواد له مینځه یوسي کوم چې د انسان مغز په تدریجی ډول تخریبوي ، همدا راز شین چای د انتی اکسیدان موادو لرونکی دی چې د مغزي سرطان څخه تر ډیره مخنیوی کوي
6: د ویني فشار مو کنترول کړئ
په دوامداره توګه د وینې نا منظم فشار دعقل د زوال سبب ګرځي، د الکولي مشروباتو، مخدره توکو له استعمال څخه په کلکه ډه ډه وکړۍ همدا راز زیاته مالګه او غوړي هم مه کاروۍ
7: ټولنیز فعالیتونه مو زیات کړئ
پیاوړي ټولنیز فعالیتونه ، د ښو دوستانو سره اړیکې ستاسې د راتلونکي لپاره هیلې راټوکوي او دا هغه څه دي چې ستاسې د مغز او حافظی د سلامتی لپاره ډیر ګټور ثابتیدلای شي