هسكې شملې

taliban_fighters_in_snowورته خوږې دي ګران دمرګ ترخې لحظې ښكلــوي

دايې دمينې تقــــــاضــــــاده ځي لـــمـــبې ښكلــــــوي

ساتي وطـــن لـــه يــرغلــګـــرو په ســـر باك نه كــــوي

اخلي رخصت استشهـــادي دمـوركۍپښې ښكلـوي

وړاندي خوځيږي په تــــوكل دپاك الله ښـــاغـــــــــلى

مړه ضمـــيرونه پـــاڅــــوي پــاكې جـــذبې ښكلـــــوي

په ټټربم لاس كي خنجـــرسترګـــوكي ســـــــردرقــيب

زړه كي يې نــوم ليك دخالق دى كلــــمې ښكلـــــــوي

چي قــــرباني شي روح يې ځي دجــنــتــونــوپرخـــــــوا

دوينــو څـــاڅـــكې يې لــه فخــــره پرښتې ښكلـــــوي

په ســـــــرو اورونــــــو دلاوردى ابـراهــــيـم تــــه ورته

داسماعيل په شا خنـدان تـــېرې چـــــړې ښكلـــــوي

داسي رفتارنه دى چي تــېرشي نـوبه هــېـر شي دچــا

زرين تـــاريــخ به يې ترعــمـــــره كارنـامې ښكلــــوي

ماليـــارنادان ورته بې ځـــايه ګـــوت څنــډنه كــــــوي

بورادګل په ســـره باړخـــو سپينې قطــــرې ښكلـــوي

زارترېــنه زرځـــله شين خــال امېل جـــانان ســـه آشنـا

الهـــام : دسترغازي كاروان هسكې شمـــلې ښكلــوي

سيداحسان الله الهام  تاريخ03/06 /2011



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.