په نوي هنر و ادب کې فلسفي ښکلا او ښکلاپېژندنه

ليکوال: ناصر آسياباني

ژباړن: محب الرحمن محب

د ښکلاپېژندنې منتقدان په دې باور دي، چې ښکلاپېژندنه دې په غير نقادانه ډول د کلتورونو او دورو د نورو هنري او انتقادي آثارو په ډله کې نه ورګډېږي. له دې اړخه د «منځنيو پېړيو د ښکلاپېژندنې» او يا د «جاپاني خطاطۍ د ښکلاپېژندنې» په اړه خبرې کول په دې معنا دي، چې خبرې او موضوعات يوازې د اروپايي او مډرنو غربي ارزښتي نظامونو لپاره ځانګړي کوو.  د هنر او ښکلاپېژندنې په اړه نظريات او ليدلوري په بېلابېلو فرهنګونو او دورو کې توپير لري. د افلاطون هيپياس کوير او د ارسطو بوطيقا په لرغوني يونان کې د دا ډول چلند لپاره د فلسفي رنګ ورکولو ګواهي ويله او د غربي دود کلتور لپاره ټاکونکي متون بلل کېدل. خو تر دې راوروستيو په دې دودونو کې داسې څه نه تر سترګو کېدل، چې د حافظ او مولانا د شعري شهکارونو او يا هم په چيني نقاشۍ کې د نهمې پېړۍ د مشهور ليکوال، چانګ ين يوآن د نقاشۍ په اړه د متونو د چلند له سطحې سره دې اندازه شي. نو دا به يوه ډېره بېړنۍ کړنه وي، چې د چلند او تامل دا بېلګې او نورې بېلګې د هنر او ښکلا په نړۍ کې د «ښکلاپېژندنې» تر سرليک لاندې راټولې کړو او کلي اطلاق دې ورباندې وشي.

ښکلاپېژندنه، په دې اړه تيوريک بحثونه او د نظريو وړاندې کول يوازې مډرنه غوښتنه وه او د دې ترڅنګ په دې اړه شوې شننې، څېړنې او بالاخره د دروني تفکيک او ډلبندۍ نظام په اختصاصي ډول اروپايي و. دا به ناسمه وي، چې هغه له غير اروپايي او يا له مډرنه ليدلوريو ورها خوا نظريو سره ګډ کړو.

د ښکلاپېژندنې اصطلاح د لومړي ځل لپاره الماني عقل پلوي فيلسوف، الکساندر ګوتليب بم ګارتن د شعر اړوند د هنر او ښکلا د اړيکو د څېړلو په ترڅ کې کارولې ده او ورپسې يې د ښکلاپېژندنې په اړه په خپل کتاب کې توضېح کړې ده. بم ګارتن په خپل لومړي کتاب کې د ښکلاپېژندنې اصطلاح د شننې او بحث په وروستيو کې مطرح کړې ده، د يوناني ښکلاييزو غوښتنو او د درک شويو او پېژندل شويو څيزونو ترمنځ تفاوتونو ته يې اشاره کړې ده.

د دې اصطلاح رامنځ ته کولو دوه دلايله درلودل؛ بم ګارتن د الماني عقل پلوي فيلسوف، کريستين ولف پيرو و او د هغه په فلسفه کې د دوو موضوعاتو لپاره په ځواب پسې ګرځېده. لومړۍ موضوع په يوه فلسفي عقلاني نظام کې د هنر ځای ځايګی و او دويمه موضوع بيا د عقل او احساس ترمنځ مناسبات وو. هغه د لومړۍ پوښتنې د ځوابولو په موخه د هوراس د شعر د فن په اړه په تشرېحي ډول خپل نظريات را وويستل؛ د دې کار په لړ کې يې ومونده، چې دا دواړه موضوعات يو له بل سره اړوند دي: ښکلا د محسوسېدونکي شکل د ښودلو او بيانولو لپاره له معقول کمال پرته بل څه نه دي. د ښکلاپېژندنې لپاره د بم ګارتن لخوا د دوه سويه والي نظريې او تعريف که يو خوا د احساس په اړه نوې زده کړه وه، له بل اړخه يې د هنر د فلسفې په توګه ځای وموند.

دا دوه سويه والی د کانت له خوا په ګټوره توګه د ورته اصطلاحاتو له کارونې هم لاس ته راځي: د يوې خاصې پوهې په کره کتنه کې، ښکلاپېژندنه احساس او شهودي مکان و زمان ته رجوع کوي؛ خو د حکمې قوې په نقد کې ښکلاپېژندنه د ښکلا فلسفي تحليل ته راګرځي. په وروستي متن کې د کانت هغه تحلیل په دوه ډوله لوستلای شو، چې ډېری يې د اروپايي مډرنې ښکلاپېژندنې پيل ګني؛ له تحليله لومړۍ اخيستنه داچې، کانت د ښکلاپېژندونکي قضاوت د ضرورت او جامعيت په اړه دا توجېه رامخ ته کوي، چې عمدتاً د هنر په موندنه تمامېدله؛ خو د «قريحې» په اړه په بحث کې هنري تخليق او پنځونې ته هم اشاره کوي. په دويمه معنا دا چې کانت د يوه داسې متفکر په توګه راڅرګندېږي، چې په نقادانه کړنه د بم ګارتن د «ښکلاپېژندنې» او د ذوق د نظريې پر وړاندې راپاڅېږي، غواړي د هغوی ليدلوری کمزوری کړي او داسې څه بيانوي، چې د ښکلا او هنر اړوند د مډرنې فلسفې په اړه د چلنده نظريو واګې په خپله ولکه کې وساتي.

په دې دوو اخځونو کې د کانت لخوا مطرح شوې مسأله د هنر په اړه له هغو ځانګړو زماني او مکاني فرهنګي پولو نه بېرون د ښکلاپېژندونکي باور او بې باورۍ موضوع ده، چې هنر ترې سرچينه اخيستې ده. لومړۍ اخيستنه په دې قايله ده، چې ښکلاپېژندونکي احکام بايد په ټوله کې معتبر وي؛ خو دا په داسې حال کې ده، چې په دويمه اخځونه کې دا ډول مدعا مشکوکه ده. دويم ليدلوری داسې دی، چې ښکلاپېژندنه د هنر او ښکلا په اړه د فلسفي خبرو په توګه د ځانګړو فرهنګي مخ کېدنو له يوه نظام نه نه بېلېدونکې ده او په دې مخېدنو کې تر ټولو مهم « احساس او عقل»، «ماده او صورت»، «روح او لفظ»،«بيان او بيان شوی»، «خوند او غايت» او بالاخره «ازادي او الزام » دي. د هنر او ښکلا په اړه د خبرو تر عنوان لاندې د ښکلاپېژندنې په دې ليدلوري کې که هرڅومره دغه مخېدونکي اصطلاحات هر څو اصلاح هم شي، همداسې به د همدې مخېدونکو معيارونو په چوکاټ کې پاتې کېږي.

نو ځکه د ښکلاپېژندنې کره کتونکي په دې باور دي، چې ښکلاپېژندنه دې په غير نقادانه توګه د نورو فرهنګونو او دورو د هنري او انتقادي اثارو په ډله کې نه ورګډېږي. د دې امکان شته، چې د «ماده او صورت» او «حس او پوهې» ښکلاپېژندونکي توپيرونه د تانګ د سلطنت د دورې له نقاشۍ او يا د چانګ ين- يوآن رساله هم په کار واچوو؛ خو دا چاره به يوازې د ژباړې په لړ کې پر ښکلاپېژندنه باندې د تعبيرېدنې د چانس د له لاسه وروکولو په قېمت تمامه شي. په همدې دليل د هنر په اړه په شلمه پېړۍ کې هايدګر په «ژبنۍ مکالمې» او بکت په «درې مکالمې» کې د ښکلاپېژندونکو مخامخېدنو له ښکلو چوکاټونو نه د وتلو روښانه لاره خپله کړې ده او په ډېر پام سره يې د هنر او ښکلا په اړه د تفکر لپاره نوې لارې چارې وړاندې کړې دي.

اخځليکونه:
۱)- شیوه های نقد ادبی، دیوید دیچز- د ډاکټر غلام حسین یوسفي او محمد تقي صدقیاني ژباړه
۲)- نقد ادبی، ډاکټر عبد الحسین زرین کوب
۳)- مبانی فلسفه هنر، د آن شپرد ليکنه، د علي رامین ژباړه
۴)- در آمدی بر نشانه شناسی و هنر، ليکوال محمد ضیمران
۵)- مجموع مقالات تولد شعر، د منوچهر کاشف ژباړه
۶)- نقد ادبی، ډاکټر سیروس شمیسا
۷)- فرهنگ اندیشه ی انتقادی، د پیام یزدان جو ژباړه
۸)- تاریخ فلسفه، فردریک کاپلستون، د جلال الدین مجتبوي ژباړه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د