نظــر

د افغانستان سیاست او شدید قحط الرجال

د افغانستان سیاسي سیستم دومره د خلکو کمښت سره مخ دی چې سیاسي خلک یې هم باید دولت کې وي او هم باید اپوزیشن کې.

یو کس چې هم اپوزیشن کې وي او هم دولت کې، نو د داسې هیواد نه به څوک د پرمختګ هیله وکړای شي؟

امریکا د ښځو د ازادۍ او د تلویزیون د ازادۍ لپاره غواړي د افغانانو معلم شي، خو امریکا نه غواړي چې افغانانو ته د سیاست په میدان کې تدریس وکړي. امریکا ښه پوهیږي چې په محدودې ډلې او خلکو باندې دولت او اپوزیشن دواړه چلول به افغانستان د سالم پرمختګ نه را وګرځوي،

خو کله یې هم پدې اړوند په افغانستان انتقاد ندی کړی. افغانستان باندې یوازې هغه وخت انتقاد کوي چې ښځې پارلمان کې کمې شوي او ښځې بازارونو کې کمې شوي او تلویزیونونو باندې سندرې کمې را ښکاره کیږي او داسې نور.

همدا د افغانستان دیموکراسي شوه چې یوه خاصه ډله به در باندې واک چلوي، او هماغه ډله به هم دولت وي او هم اپوزیشن. هماغه ډله به د کمیسونونو مشران وي، هم به د شوراګانو مشران وي او هم به د کمیټو مشران. د بیت المال پیسې به یوازې په همدې خلکو ویشل کیږي او ولس ته به یوازې پاتي شوني ورکوي، هغه هم دومره چې نه پرې مړ شي نه پرې موړ.

که هر څوک په چوکۍ کیناست، همدې خاصو خلکو ته به خاص امتیازات او مراعات ورکول کیږي او د عامو خلکو نه به دوي ته زیاته توجه کیږي، دینه معلومیږي چې دولت او اپوزیشن دواړه یو لاس خلک دي او د دواړو هدف دا دی چې ولس استثمار کړي او خپل جیبونه په لایتناهي شکل ډک کړي. نن دوي دي سبا به یې اولادونه وي.

افغان ولس باید د دروند خوب نه را ویښ شي، باید خپل ښه او بد وپیژني، خپل مسیر ځانته مشخص کړي، خپله اجنډا او اهداف ولري. که افغان ولس اوس هم د تیرو تجربو نه څه نشي زده کولای او خپل ځانته د پرمختګ لاره نشي غوره کولای، نو بیا د شکایت حق نلري چې ووایې چې ظالم مې نور هم ظالم شو او مظلوم مې نور هم مظلوم شو. شتمن مې نور هم شتمن شو او بیوزله مې نور هم بیوزله شو. د مساوات او عدالت د قایمولو لپاره ولس باید منحیث ولس ویښ او بیداره وي.

سعد عمار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x