
غزل: حامد الله ستون
اوس دا خبرې د زرې غوندې مانا نه لري
مینه دې څه په کار؟ غمونه خو اوس ډېر دي شکر
خلک شتمن شول خلک هېڅ ورته اړتیا نه لري
هغوی به اوس هم ښايي زخم نه لمبه جوړوي
هغوی به اوس هم ښايي خونه کې رڼا نه لري
یوه یوه ګناه دې لیکه حسابیږي یوه ورځ
دا فکر مه کوه چې کړه به دې سزا نه لري
وجود یې شته زړه ورسره دی یو بل کار به وکړي
مړې په دې خو څه مړ نه شولو چې تا نه لري