افغانستان

هلمند: د امریکایانو اکمالاتي الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ ناوخته د هلمند په ګرمسیر ولسوالي کې یوه لویه بار وړونکې الوتکه لوېدلې او په کښي سپاره نهه تنه بهرنیان وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته د پيښي تایید کړی او ویلي چې دغه بار وړونکې الوتکه تیره ورځ ناوخته د ګرمسېر په ولسوالي کې د امریکایي ځواکونو په هوايي ډګر کې د کښته کېدو پر مهال را غورځېدلې، نوموړي د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې تر غورځېدو مخکې په الوتکه کې اور لګېدلی وو، او زیاته کړې په الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چې په الوتکه کې سپاره کسانو څخه ۵ اذربایجان، ۳ اوکراین او یو ازبکستانی وو.

ځیني خبري سرچیني وايي چې د الوتکې د عملې څخه دوه تنه اوکرایني اتباع سخت ټپیان شوي دي، پاته اوه کسان وژل شوي.

د الوتکي نوعیت انتونوف ان ۱۲ ښودلی شوی، د اذربایجان د یوه خصوصي شرکت (سیلک واي) ملکیت وه، امریکايي ځواکونو ته یې په کرایه ورکړې وه چې هغوی هم په اکمالاتي برخه کې کار ځیني اخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x