fbpx

زابل: اربکیانو د خپل قومندان په ګډون د پوستې اته ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د زابل په مرکز قلات کې دریو اربکیانو د خپل قومندان په ګډون د پوستې اته ملګري وژلي دي.

نن سهار وخي د مرکز اړوند په ظفرخېلو سیمه کې دریو اربکیانو د یوې پوستې ټول پرسونل وژلي او په تېښته بريالي شوي دي.

د زابل چارواکو د پېښې پخلی کړی خو له زیانه يې ناخبري ښوودلې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سیال وايي چې د ظفرخېلو په یوه پوسته کې د پوستې یو عسکر بريد کړی دی او په تېښته بريالی شوی دی خو د تلفاتو له شمېره يې ځان نا خبره وښود.

طالبانو د بريد مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې بريدګر درې تنه و، چې د دوی په وینا د دوی نفوذي ملګري و.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې بریدګر تر دوی روغ رسېدلي دي «نوموړو ددښمن یورینجرموټر ، یوراکټ ، یوثقیل ، ۷ کلاشنکوفونه ، ۱۸ دراکټ مرمۍ ، ۵ صندوقه دکلاشنکوف مرمۍ اوګڼ شمېر نورډول ډول مهمات غنیمت کړل اوترمجاهدینوپوري روغ رمټ راورسیدل.»

د پوځي شنونکو په وینا له سرتېرو بريدونو وروسته د امنیتي ځواکونو پر وړاندې تر ټولو ګواښوونکی خنډ خپل منځي بريدونه دي، چې د امنیتی ځواکونو تر منځ يې خپلمنځي باور صفر ته را ښکته کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د