ناټو: افغانستان کې د خپلو عسکرو د کمولو پلان نه لرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۳۰مه، ۱۳۹۵ل): ناټوسازمان وايي چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمېر د کمولو په اړه تر اوسه کوم پلان نه لري.

د دې سازمان د نظامي کمیټې مسوولین وايي چې له افغان عسکرو سره به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله مرستو دوام ورکړي، خو د خپلو عسکرو د شمېر په اړه يې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې.

د دې سازمان د غړو د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن هم په بروکسل کې د افغانستان پر وضعیت غږېږي.

دې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر صلاح الدین رباني هم تللی دی.

د بلجیم په پلازمېنه کې د دې غونډې ګډونوال د افغانستان پر سیاسي وضعیت او د افغان عسکرو د مرستې اړوند غږېږي.

ناټو په داسې حال کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو په اړه پورته څرګندونې کوي، چې په کابل کې د افغان حکومت او د دې حکومت ظاهراً مخالفې ډلې حزب اسلامي تر منځ د جوړ جاړي خبرې پای ته نږدې شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د