افغانستان

عطا نور: فاریاب کې د دوستم قومندانانو د دوی په پوستو بریدونه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د بلخ والي او د جمعیت اسلامي د اجراییه شورا رییس عطامحمد نور د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د قومندانانو سره د جګړې خبر ورکړی دی.

عطامحمد نور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په فاریاب کې د جنرال دوستم ځانګړي استازي قومندان حنیف الماري د دوی په مشهور قومندان جنرال غلام فاروق قاطع په پوستو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې په دغه ولایت کې د جمعیت اسلامي د ځوانانو د مشر او د قاطع ورور زمان قاطع په شمول ډيری شمېر کسان و وژل شول.

هغه ادعا کړې چې تېره شپه طالبانو په المار ولسوالۍ باندې بریدونه پیل کړل څو دغه ولسوالۍ ونیسي، خو د جنرال قاطع په مشرۍ د ولسي پاڅون ځواکونو [اربکیانو] د سخت مقاومت سره مخ شول او ماتې يې وخوړله.

د نور په وینا تر دغې پېښې وروسته د جنبش ملي افغانستان قومندان او په فاریاب کې د جنرال دوستم ځانګړي استازي قومندان نظام الدین او قومندان حنیف الماري د جنرال فاروق قاطع په پوستو بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښتله.

د بلخ والي زیاته کړې چې د جګړې له پیله یې د کورنیو چارو وزیر، لوی درستیز او د ملي امنیت له سرپرست سره اړیکې ونیولې خو هغوی د جګړې د مخه نیولو په اړه هېڅ اقدام ونه کړ.

عطا نور ویلي چې تر ټولو دردوونکې داده چې د کوم دولتي موقف پرته د قومندان نظام الدین سره لسګونه دولتي موټر او مهمات و او د دغو مهماتو څخه په ګټې اخېستنې یې پر دوی برید وکړ. «د حکومت دا امکانات څنګه دغو وسله‌‌والو ته ورکړل شوي؟»

هغه د ګډحکومت په دواړو مشرانو غږ کړی چې دوی نشي کولای په یوه وخت کې په څو جبهو کې وجنګیږي.

تر دې وړاندې هم په شمال کې لسګونه ځل د بلخ والي او د ولسمشر د لومړي مرستیال د وسله‌والو تر منځ د جګړو خبرونه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x