افغانستان

دفاع وزارت: وردګ او غزني کې مو ۱۰۲ طالبان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې غزني او میدان وردګ ولایتونو په تصفیوي علمیاتو کې یې ۱۰۲ طالبان وژلي خو دوی ته هېڅ تلفات نه دي ور اوښتي.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې پر اساس په دغو عملیاتو کې ۶۴ طالبان نور ټپیان شوي او دوه تنه يې ژوندي نیولي دي.

د خبرپاڼې د ادعا له مخې په عملیاتو کې بېلابېل ډول وسلې، چاودیدونکي توکي او موټر سایکلونه نیولي دي.

د ملي دفاع وزارت ویلي چې په دغو لسو ورځو عملیاتو کې دوی ته هېڅ تلفات نه دي ور اوښتي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ورته ادعاوې رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x