افغانستان

په کندز کي د سګ په نامه قومندان بی ګناه ملکي وګړي وژني- ویډیو

نن ټکی آسیا: د کندز ولایت د مرکز امام صاحب په کلي ګنبد کي دوه قومندانان چي یو یې چاري او بل عبد الله نومیږي، عبد الله خپل د وحشي فطرت له کبله خپل تخلص سګ ايښي، د نومړي په اړه ویل کيږي چي په هر چا یې زور ورسیږي، هغه په خورا وحشت او ظلم سره وژني.

په همدې سلسله کي تیره اونۍ ددوی پر پاټک باندي د عمر خلیل د کلي دوه ځوانان تیریدل، چي ددوی له خوا د طالب په نامه ونیول شول، وډبول شول، او اخیر کار په قتل ورسول شول.

د نوموړو د وحشي کړنو په اړه ویل کیږي چي خپل مخالفین یا هغه کسان چي دوی ته په لاس ورسي، هغه په ډیر وحشت او ظلم سره وژني، د سیمي اوسیدونکي وايي چي دغه دواړه وحشیان خپل د ملګرو او ټولۍ په مرسته ځوانان نیسي، او بیايي یې د مرګ تر مخه غاښونه، او سترګي باسي، د بدن نور اندامونه یې پرې کوي، او بیا یی په اخیر کي په مرمیو ولي.

په لاندي ویډیو کي چي په فیس بوک کي نشر شوي، په کښي د عمر خیلو د کلي دوه پښتانه ځوانان په داسي حالت کي ښکاري چي خولې او پوزې په وینو لړلي، او د سړک په غاړه د سګ قومندان او ډلي له خوا یې تحقیقات ځیني کیږي، او وهل ډبول کیږي، ویډیو کي نور نه ښکاري، خو دا دواړه کسان وروسته وژل شوي، او تعذیب سوي جسدونه یې وارثانو تر لاسه کړي.

ددغه مړو وارثانو د پيښي وروسته په ۳۵ موټرو کي را ټولیږي، او غواړي چي د کندز والي ته ځان ورسوي، او احتجاج ورته وکړي، خو بیا هم د کندز امنیه قومندان چي د سګ قومندان تر شا ولاړ دي، د هغوی مخه نیسي، او هغوی نه پریږدي، چي والي ته ځان ورسوي.

ددغو مړو وارثان وايي چي دوی د کفن او دفن وروسته په دې وتوانیدل چي تر والي صاحب پوري ځان ورسوي، او خپل شکایت ورته وړاندي کړي، او د عدل او انصاف غوښتنه ځیني وکړي، او هغه هم د کومک او همکاري وعده ورکړه، خو  زیاتوي چي د هغه ملاقات وروسته نه بیا دوی تر والي لاره موندلی، او نه هغه بیا ځان تکلیف کړی چي دوی ته معلومات ورکړي.

دې ته ورته د افغانستان په طول او عرض کي د دولتي چارواکو په کومک او همکاري د شجاعي او سګ قومندان غوندي ډیر وحشي صفته ټوپکماران شته چي د عامو افغانانو ژوند یې تریخ کړی.

{youtube}LG4WWoo8mEE{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x