د روښانيانو د نهضت څرنګوالی، د تاريخ د فلسفې په رڼا کې

کانديد اکادميسين محمد صديق روهي


يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځي. 

د روښانيانو د نهضت په باب درې ډوله نظريې وړاندې شوې دي: عرفاني، ملي او عوامي.

په دې مقاله کې دا درې دوله نظريې تحليل شوي دي او داسې نتيجه ځنې اخيستل شوې ده چې درې واړه نظريې درستې او سره پخلا کيدونکي دي.

لومړۍ عرفاني نظريه:

 د دې نظريې طرفداران وايي چې د چنګيزيانو او تیمور له تاړاک وروسته په خراسان او او ايران کې د ظلم او تباهۍ عکس العمل د عرفان په جامه کې څرګند شو. د صوفيانو نهضت د منفي مقاومت او عدم تشدد بڼه درلوده. د عرفاني جنبشونو اساسي هدف د غاصبانو اشرافو او دولتونو سره د نه همکارۍ د روحيې پياوړي کول او د مظلومو او محکومو ولسونو سره د مينې او وروګلوۍ د علايقو ټينګول وو. صوفيانو کوښښ کاوه چې دخلکو په اذهانو کې د سولې او محبت تخم وکري او په دې توګه د سولې او امن فضا جوړه کړي. دوی فکر کاوه چې هر فرد پخپله ځان اصلاح کړي، په نتيجه کې به ټولنه هم اصلاح شي. له همدې امله دوی سوبجکټويزم او انډيويډواليزم ته زياته پاملرنه وکړه او عيني شرایط او اجتماعي اقتصادي عوامل يې په نظر کې و نه نيول. په اتمه هجري پيړۍ کې په خراسان او کرمان کې د اصحاب فقر جنبش، په مازنداران کې د مرعشی ساداتو نهضت، په ګرګان کې د فرقهُ حروفيه، په رشت کې د محمود پسيخانی، په هرات کې د سيد محمد نور بخش، په خوزستان کې د سید محمد دال مشعشع، په عثماني کې د بکتاشيه فرقه او د روه په سيمه کې د بايزيد روښان جنبشونه مينځ ته راغلل (۱) په کوم ځای کې چې دغو جنبشونو پاسيف اړخ درلود او تورې ته بې لاس نه اچاوه د وخت واکمنانو د دوی د نفوذ د مخنيوي لپاره د ملايانو په واسطه ايډيالوجيکي مبارزه کوله او چيرته چې صوفيانو توده او وسله واله مبارزه کوله نو د وخت زمامدارانو د دوی په مقابل کې، سربيره پر ايډيالوجيکي مبارزې له تورې څخه هم کار اخيست. څرنګه چې روښاني نهضت د ژبې او قلم تر څنګ توره هم چلوله، نو له دې امله مخالفانو په بايزيد روښان باندې ډير سخت تورنه ولګول او هڅه يې کوله چې د ټاپو په لګولو سره يې له صحنې څخه وباسي. که څه هم روښان د کورنيو مشکلاتو په وجه ديني علوم زيات نه وو لوستي، مګر د خپل تاملي ژوند به پنځو کلو کې د اعتراض کوونکو ځوابونه په دقت سنجولي وو. حتی د ده سرسخت دښمن آخوند درويزه هم روښان د حکمتي يعني فيلسوف نسبت کوي او وايي چې په دنيوي چارو کې يې ډيره پوهه درلوده.

دا چې روښاني نهضت يو عرفاني مکتب ګڼل شوی دی، علت يې دا دی، چې بايزيد روښان د خپلو مريدانو لپاره ځينې کتابونه کښلي دي او په هغه کې يې د شريعت او طريقت مسايل بيان کړي دي. ده په طريقت کې يو نوی باب پرانيستلی دی او د سلوک اته مقامه يې په دې ډول ښودلي دي: شريعت، طريقت، حقيقت، معرفت، وصلت، وحدت او سکونت. کله چې سالک د سکونت مقام ته ورسيږي نو د مسکين په نوم ياديږي، بايزيد روښان د خپل نوم سره ډير ځايه مسکين ليکلی. دولت لواڼی د سکونت د مقام په باب داسې وايي:

سکونت بلنـــــد مقام له واړه پاس دی         نور د ده د پاسه نشته مقامــــــــــونه

د مسکين په رضا واړه چارې کيږي         په هرهر يوه کښې کاندي خپل حکمونه

څرنګه چې روښان خپل کتاب خيرالبيان په څلورو ژبو يعنی پښتو، عربي، فارسي او هندي ليکلی دی، له دې څخه ښکاري چې ده غوښتل خپل پيغام بيلو بيلو ملتونوته ورسوي. ده د هند پاچا جلال الدين اکبر ته هم پيغام وراستولی و او بلنه يې ورکړې وه چې د ده په مريدانو کې شامل شي. کوم وخت چې د روښان بلنه سيدعلي ترمذي ته ورسيده، هغه وويل: « قوی بلا برين مردم افاغنين نازل شده معلوم نيست که نابود ګردد چه درين حدود پادشاه اسلام نيست.» (۲)

د بايزيد روښان خليفه ګان د تبليغ او بلنې لپاره بلوچستان، سند، کندهار، بدخشان او هند ته واستول شول او په لږه موده کې يې ډير زيات مريدان پيدا کړل. کوم وخت چې د هند پاچا جلال الدين اکبر احساس کړه چې روښاني نهضت يوازې تصوفي اړخ نه لري، بلکه سياسي حرکت دی، نو د روښانيانو په ضد يې په کلکو اقداماتو لاس پورې کړ.

۲ ـ ملي نظريه:

د لوديانو د سلطنت په دوره کې مخصوصاً د بهلول لودي په عصر کې کوښښ کيده چې زيات شمېر پښتانه په هند کې ميشته شي او خپله واکمني وساتي. ابراهيم لودي ونشو کړای چې د خپل نيکه له آرمان سره سم پښتانه پر ځان راټول کړي هغه و چې پښتنو بابر ته د مرستې لاس وروغځاو او د لوديانو د کورنۍ واکمني پای ته ورسيده. بابر او د ده کورنۍ چې پښتانه يې خپل رقيبان ګڼل په دې پسې شول چې پښتانه په زور او زر او دسيسو داسې له پښو وغورځوي چې د واکمنۍ فکر يې بالکل له مغزو ووزي. ځينو ته يې جاګيرونه ورکړل، ځينې يې په خپلو منځو کې سره وجنګول او ځينې يې وځپل. سره له دې په پښتنو کې د روښان، شيرشاه او خوشحال خان په شان مشرانو هڅه کوله چې د غزنويانو، غوريانو، خلجيانو او لوديانو د تاريخي برم مشال روښانه وساتي.

څرنګه چې د روښان تر شا کومه لويه قبيله يا قوم پروت نه و نو ده د روحانيت له لارې خلک پر ځان راټول کړل. آخوند درږيزه د روښان په باره کې ويلي دي چې د ده په سر کې د پاچاهۍ خيال و او غوښتل يې چې هندوستان ونيسو. (۳) کله چې شيخ عمر د روښان مشر زوی د پلار په مسند کښيناست پښتنو دی پاچا وباله او عشر او خراج يې هم ورکاوه. جلال الدين هم د درويزه په قول ځان د پښتنو پاچا باله او د هندوستان د نيولو خيال ورسره و.(۴) په دې اساس ويلی شو، چې روښاني نهضت زياتر سياسي او ملي بڼه درلوده.

ښايي بايزيد روښان او د ده اخلافو دا خبره درک کړې وي چې جنګيالي پښتانه پاسيف ژوند او منفي مقاومت نشي زغملی او له او له دې امله عرفاني نهضت په فعال سياسي جنبش بدل شوی دی.

 

۳ ـ عوامي نظريه:

پروفيسر اسلانوف د شوروي اتحاد نامتو پوهاند وايي چې روښاني نهضت په اصل کې بزګري نهضت و. پخپله آخوند درويزه هم دې ټکي ته څو ځايه اشاره کوي چې د بايزيد مريدان عوام خلک وو يعنی خانان، ملايان، ملاکان او نور روحانيون د ده سره نه وو ملګري او له دې امله دا د عوامو نهضت بللی شو. پخپله روښان هم ځان عامي ګڼي او جلال الدين په روستايي هم مشهور دی. هندي مورخ عبدالقادر بدايوني په يو ځای کې داسې ليکلي دي: « برای سرزنش طايفه روشنايی روستايی مان سنګهـ مقرر شد.»

پروفيسر اسلانوف د (تاريخ مرصع) په حواله ليکي چې ملک تور اورکزی په لومړي سر کې د روښانيانو ملاتړ کاوه مګر وروسته يې د ويش د سيستم سره د مخالفت په وجه له روښانيانو څخه لاس واخيست. ملک تور احداد ته د خبرو او مباحثې په ترڅ کې وويل: «زه چمتو يم چې ستا هر فرمايش ومنم مګر د خپل کور او پټي اختيار نه درکوم.»

په پښتنو کې د ځمکې د ويش سيستم دومره زيات شهرت لري چې حتی فريدريک انګلس د مخالفانو د اقناع د پاره د پښتنو ويش سيستم د مثال په توګه وړاندې کوي. د روښانيانو په عصر کې په ځينو پښتنو سيمو کې دا عادت و چې ټولې ځمکې د ټولو خلکو وې په دې معنا چې لس کاله وروسته به ځمکې سره ويشل کيدې او د دې عادلانه ويش له مخې د فيوډاليزم مخه نيول شوې وه. ويل کيږي چې د ځمکې د ويش قوانين په يوه مجموعه کې ليکل شوي وو چې د «شيخ ملي دفتر» په نامه ياديده.

خوشحال خان خټک په دې باره کې داسې وايي:

په سوات کې دي دوه څيزه که خفی دی  که جلی

يا «مخزن» د درويزه دی يا «دفتر د شيخ ملی»

په پښتنو کې د ويش سيستم تر دې وروستيو وختوو پورې مروج و، ويل کيږي چې د باجوړ په سيمه کې لا تر اوسه دغه رواج پاتې دی. د ناروی نامتو پوهاند مارګنسټيرن د پښتوټولنې افتخاري غړی د ۱۹۲۹ کال په يوه خاطره کې د خپل ميلمه پال او لارښوونکي پښتون له خولې څخه چې د دير اوسيدونکی و، داسې وايي: «زه د خپلې کورنۍ او کليوالو سره په هرو لسو کلونو کې بل نوي کلي ته کوچ کوم او په هرو پنځو کلونو کې ځمکې سره بدلوو. يوازې په ۱۹۲۹ کال کې د سوات والي په دغه نوابۍ کې چې زياتره اوسیدونکي يې يوسف زي دي دغه د (ويش) قانون پرته د شولو د بټيو نه لغو کړ.» (۵)

پروفيسر اسلانوف په خپله څېړنه کې دا څرګندوي، چې د هغه وخت فيوډالانو د روښانيانو ملاتړ نه کاوه او همدارنګه هغو قومونو چې کوچانی ژوند کاوه له اوله کرنې سره آشنا نه وو او يا هغو قومونو چې فيوډاليزم دورې ته ورداخل شوي وو له روښاني نهضت سره ملګرتیا و نه کړه ځکه چې دغې نهضت د دوی له غوښتنو او ګټو وټو سره سر نه خوړ. (۶)

نتيجه:

د روښانيانو نهضت د شکل په لحاظ عرفاني او د محتوی له مخه نيشنل عوامي حرکت و. هغه مورخان چې شکلياتو او ظواهرو ته ارزښت ورکوي طبعاً د روښاني نهضت سطحي بڼه مطالعه کوي. يو شمېر مورخان د ظاهري پېښو په ليکنه بسنه نه کوي، بلکه غواړي چې د ټولنيز انکشاف د عمومي قوانينو په رڼا کې د پېښو اصلي عوامل په ګوته کړي، د پروفيسر اسلانوف او يو شمېر نورو روښان پيژندونکو آثار په دوهمه کټيګوري پورې اړه لري.

مأخدونه:

(۱) داکتر ناصر الدين شاه حسينی، پير روشان، مجلهُ دانشکدهُ ادبيات و علوم انسانی، شماره مسلسل ۸۹، ۱۳۵۴ ص ۱۳۶.

(۲) تذکره الابرار ص ۱۵۱.

(۳) مخزن ص ۱۲۳ او ۱۳۳، مخ ۱۶۳.

(۴) قيام الدين خادم، بايزيد روښان، پښتو ټولنه ۱۳۲۳.

(۵) د روښانيانو ملي نهضت، د معتمد ژباړه، پښتوټولنه، ۱۳۵۳، مخ ۱۷.

(۶) د اسلانوف نوموړی اثر، مخ ۱۵.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د