شعـــــرونه

غزل: محمد علي عمري

محمد علي عمري

چي یې تړلې غفورئ وي څومره ښه ښکاريږي
یا هراتۍ او یا هندۍ وي څومره ښه ښکاريږي

زما دې وياړ تاريخ ترکروړه پـوري سم رسیږي
چي یې پرسرسر کندارۍ وي څـومره ښه ښکاريږي

غربي کلتورخو اوس حاوي دئ پردې ټوله دنیا
چیرته چي زما خړه لنګۍ وي  څومره ښه ښکاريږي

خوب مې لیدلو یوه پیغله لنګۍ یار ته ليږي
ماوېل ډالۍ داسي ډالۍ وي څومره ښه ښکاريږي

دنګه شمله یې وي  پرسردغره لمن کې ولاړ
څنګ تې خروړئ سپئ کیږدۍ وي څومره ښه ښکاريږي

دسر شمله خو د وقار او ستر همت نښه ده
پرسرشمله او نېک چي خوي وي څومره ښه ښکاريږي

دخــــوب تعبیر  بـــــــه عمــــري دشملې داسي کوو
تل دې  ازاده دا هوسۍ وي څـــومره ښه ښکاريږي
ــــــــــ
محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x