نظــر

د سياسي سوداګرو تکراري هڅې/ تحسين الله ژمن

عجیبه ولس دی! هره ورځ، هر ساعت او هره شېبه په ټولنه کې د يوه سياسي پرازيت له شتون څخه سر ټکوي، د خپلو حقونو، مال او عفت پر تېري يې تورنوي، خو بيا هم د خپل سرنوشت ټاکلو پاک مزې د همدغه ډول ناولو لاسونو په واک کې ورکوي او بالايي ورپسې د حمايت او ودرېدنې نار هم وهي؟!

په ۱۳۷۱ ه ش کال چې د مجاهدينو دوره بلل کېږي، جبل السراج کې ټول سياسي حزبونه، ډلې ټپلې او زور واکي سره راټول او د ملي ائتلاف په نوم يې د سمتي حکومت لپاره ببوزی وهل پيل کړل، سياسي فعالان، ګوندونه، واکمن او ټول يې د يو مشترک قدرت په نيت سره کېنول او د ولس د بربادۍ لپاره يې د يو مرکزي نظام د رامنځته کولو دروغجن شعارونه شروع کړل.

لږ وخت تېر نه وو چې د قومي، ژبني او سمتي تعصباتو په اوږه سپور حکومت پراخو کورنيو جګړو ته لمن ووهله او څو د ګوتو په شمېر اشخاصو د قدرت پر واګو منګولې خښې کړې، هغه احزاب او قوماندانان چې د سرو لښکرو په ګونډه کولو کې يې بلا انرژي او مجاهدين دلاسه ورکړي وو، هغوی په واک کې تر نانځکې هم پيکه رول لره او د قدرت له صحنې څخه محروم کړل شول.

نن بيا همغه سناريو تکرارېږي، خو بڼه يې لږه بدله ځکه ده چې لوبغاړو سره يې د ولس تېروېستنې نوي چمونه او تکيکونه زده کړي، د ملي يووالي په نوم تر ۱۳ سياسي حزبونو د ائتلاف غږ کړی، چې ډېری څېرې په کې د همغې نوي يمې لسيزې تکراري اشخاص او ملت نومولي منحوسين دي.

مګر ولس چې دا څه باندې دولس کاله يې له همدغو ښاغلو زړه خوړ او د ملي خيانت، فساد، ظلم، زور او نارواوو تورنه يې پرې پورې کول، نن لکه د بې شپانه مېږو په څېر بيا د قصاب شنو وښو پسې زړه تړلی او په يو او د صفايۍ لپاره يې ډول دول دلايل وړاندې کوي.

حيرانتيا د ولس ددغه ډول بې ضميره قضاوت پايلو ته يم چې پرون خو دا رنګ ښاغلي ستاسې پروړاندې د خسو خزلي هم نه وو، مګر ننه په کومه خوشالۍ کې په دومره لوی شمېر يو څو ناولو کنګل شويو فکرونو پسې پټې سترګې شوي ياست او د بري ډولونه پسې غږوئ؟!

دوی خو يو ځل تاسې ته ازموېنه درکړې، بيا ځل ازماېښت به يې حماقت ځکه وي چې په تمه يې ترې د خيالي خوبونو ګټور تعبير ته څله ناست يۍ؟

ترڅو چې د انسان ضمير پاک نه شي ترهغې ترې د مثبت بدلون تمه نه شي کېدای او نه به يې کړنې د ټولنې په خير وڅرښېږي، موږ ته خو د شمشېرزن، رښتيني خدمتګار او په نورو نومونو راوتليو ښاغلو خپل نيتونه په تېرو دولسو کلونو هم ښه رامعلوم کړي، چې تر خپل وس يې د ملت په زبېښاک او درد ورکونه خواري وکړه، خو دا سترګې او عقل چا کې شته چې د خپل ژوند د نجات او سوکالۍ په نيت د قصاب او شپانه ترمنځ توپير وکړای شي؟! شايد وي داسې خلک خو د ائنې تر شاه، نه موږ ته مخامخ.

په افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته کفري نړۍ له افغان ولسه د همدغسې اشخاصو او حزبونو په همکارۍ ګڼ د سر سړي واخيستل او د مرګ له کومي يې تېر کړل، ځکه خو دا پلا بيا همدغه ډول ډلې هڅه کوي، د ولس په سر نوې سودا بيا ځل په لوړ قيمت او ښو امتيازاتو وکړي، دوی خپلو خلکو ته تېروېستونکې غوړې ژمنې ورکوي او ځانونه ورته د هېواد نجات ورکوونکي معرفي کوي، خو اصل کې همدا ښاغلي دي چې ملت يې در په دره او کډه په سر کړ، نه يې په ملي ارزښتونو او شتمنيو ايله وکړه او نه د ولسي ارادې تمثيل ته يو رښتينی بديل وړاندې کړی شو.

بس همغه د شاعر خبره ده چې وايي:

ټوله دوکه ده او چل ول دې خپلې وسې پورې

ددې ځای هر يو سړی غل دی خپلې وسې پورې

  که ولس دا پلا بيا له دغه ډول تکراري سياسي مخربينو( ۱۳ حزبونو) د خپل ښېر تمه لري او په دې ګمان وي چې که ګوندې سپوره مړۍ به يې په غوړو کې شي، نو ((له بارانه ښادۍ حرامه ده)).

دغه ډلې ټپلې اصلاً خپله سپور خېټې شوي او غواړي د ولس پر پاکو ارادو خپل ناولي اهداف ترلاسه کړي، ملي اراده په غربي سوداګرو وپلوري او ځان ته ترې په چنه وهلو کې پرېمانه (income) تر ګوتو کړي او کنه دوی رښتيا د ملت غمخوار وای نو بيا يې ولې تېر وخت کې ولس ته پام نه وو؟!!

ټولنه خو تل له هغوخبیث الفطرته انسانانو څخه رنځېدلې چې نه نن يې په نوم يادولو د سړي زړه کې د کرکې او نفرت اور بلېږي، خو پوښتنه دا ده چې ولس ولې دومره ژر خپله اراده کې منحرف او له خپل هوډه په کږو سر شو؟ ځکه ملت خو ويلي وچې په سياسي سوداګرو به بيا نه تېر ووځي او نه به خپل سرنوشت د دارنګ پس فطرته اشخاصو په لاسونو کې ورکوي؟!

که ولس په پاک زړه او رښتيني هوډ ددغسې بد را خلکو له ملاتړه لاس واخلي نو ډېر ژر ده چې خپلسري او دروغجن خدمتګاران به د لوبې په ډګر کې يوازې او بې څوکه شي، خو دا کړنه اخلاقي جرآت او سپېڅلې ارادې ته اړتيا لري.

تحسين الله ژمن

د ژمن ویب پاڼي نه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x