
ولسمشر غني د چابهار بندر د پرانیستې لپاره ایران ته ځي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): ارګ کې د ګلخانې ماڼۍ د ویاند مرستیال وايي چې ولسمشر غني به راتلونکې اوونۍ کې ایران ته سفر وکړي.
دواخان مينه پال وايي چې غني به په ایران کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یو ځای د چابها سوداګریز بندر پرانیسته وکړي.
د هغه په خبره د درې واړو هېوادونو مشران به د ایران، هند او افغانستان د پر تجارتي اړیکو هم خبرې ولري.
مینه پال وايي چې مودي به د چابهار بندر د پرانیستې له مراسمو وروسته هرات ته راشي او د سلما بند پرانیسته به وکړي.
د تېر میلادي کال په مارچ میاشت کې ولسمشر غني له ایراني چارواکو وغوښتل چې د هند په مرسته دې د چابهار بندر چارې روانې کړې، په اپريل کې يې د جوړولو موافقه وشوه او راتلونکې اوونۍ کې يې پرانیسته کېږي.
ويل کېږي دغه بندر د درې واړو هېوادونو لپاره په سوداګریزه برخه خورا اغېزمن ګام بلل کېږي.