نظــر

دجانان کډه په رښتیا له (خاده) ځینه

دافغانستان معاصرې دیموکراسۍ ته ځیني صاحب نظران پراشوټي دیموکراسی وایي ،  پراشوټي یې ځکه بولي چې ددې نظام زیاتره مشران دځمکې له لارې افغانستان ته نه دي راغلي ، بلکې دامریکایي کوماندویانو غوندې دهوا له لارې  دې خاورې ته پراشوټ شوي دي .

دامریکي دپراشوټي اجیرانو له جملې یو وتلی اجیر دغزني او کندهار پخوانی والي اسدالله خالد دی ، چې دامریکایي یرغل په پیل کې امریکایي چورلکو له نامعلومې خوا راووړ ، اود غزني په ناوه کې یې پیاده کړ ، دغه سړی چې اصل او نسل یې چاته نه وو معلوم  دامریکا په زور داسې مطرح او مشهور شو ، چې په نسبتا کشر عمر یې خورا سترو څوکیو ته خیزونه پيل کړل ،

داچې نوموړي دکرزي غوندې دسي آی اې له څرخکې څخه دپراشوټ کیدلو ویاړ درلود ، نوځکه یې دغزني او کندهار ولایت او دسرحداتو دوزارت غوندې مهمې څوکۍ ترلاسه کړای شوې .

کله چې احمدولي کرزی   دسردارمحمد غازي لخوا  وویشتل  شو، نو دنیویارک ټایمز  په استناد حامدکرزي اسدالله خالد ته دورورۍ لاس ورکړ ، ترڅو یې په  جنوبي ولایاتو کې شخصي حکومتي مافیا ورته سمباله  او وپالي .

له هماغې ورځې داسدالله خالد دواک او ځواک نوی دوران پیل شو ،  چې دجنوب تقریبا په ټولو ولایاتو کې یې بې جلبه واک چلاوو ، وروسته حامدکرزي  نوموړی دملي امنیت  دریاست لپاره  انتصاب کړ، چې پارلمان هم تائید کړ، په ملي امنیت ریاست  ( پخواني خاد ) کې ددندې له  پیل سره  دلطف الله مشعل غوندې اسدالله خالد هم ناڅاپه غځونو ، لاپو او باټو ته  شروع وکړه ، مګر دمشعل غوندې په ده پورې دلاپو او مطبوعاتي  نمایش دغه دوران ښه نه ولاړ ، یوه ورځ ورباندې  ناڅاپه چاودنه  وشوه چې نوموړی  یې به بشپړه توګه له  (مالها  وما علیها ) نه خلاص کړ .

خالد چې امریکا او کرزي خورا پړسولی وو ، دعلاج لپاره بګرام او ورپسې امریکا ته نقل شو ، اوباما یې پوښتنې ته ورغی ، اربکیانو  او جاسوسانو ورته دعاګانې شروع کړې ، عبدالباري جهاني هم ورسره عکس واخیست ، دنوموړي زخمي کیدل داسې وو ، لکه  ټول ډالر خېل چې سختې تبې نیولي وې ، کرزي کوښښ کاوو چې دخپلو کسانو مورال وساتي نو به یې ویل چې اسدالله جان روغ رمټ دی او ډیر زر به  خپلې دندې ته راستون شي ، اسدالله خالد هم په یوه ويډیويي  پیغام کې وویل چې روغ رمټ دی او ډیر زر به دملي امنیت  څوکۍ ته ستون شي ، خو طالبانو دخپلې بزرګۍ له مخې  ویل ، چې  مشکله  ده که اسدالله خالد بیا په کومه څوکۍ کیني ، ځکه نوموړی خورا لاندیزن  خوږ  شوی ، چې دکومې وظیفې سمبالول به ورته خورا مشکل وي .

همدا نن حامد کرزي  دیوه فرمان په صدور سره دطالبانو په خبره  د تائیدمهر وهلی او داسدالله خالد بي کفایتي یې ډاګیزه کړې ده ، حامدکرزي پخوانی رئیس  رحمت الله نبیل بیرته دملي امنیت درئیس په حیث ټاکلی دی او داسدالله خالد  یې هیڅ یادونه نه ده کړې چې ولې مخلوع شوی دی .

ګنګوسې وایي  چې اسدالله خالد  حامدکرزي نه بلکې څو میاشتې وړاندې طالبانو مخلوع کړی دی ، په نوموړي طالبانو داسې ګوزار کړی چې بیا به کله هم کفر ته په ښمر ورنه شي ، طالبانو له دې وړاندې  دموسی کلا قومندان کوکه  داسې زخمي کړی وو چې اوس یې ماغزه خراب دي او اپلتې غږوي ، دغه راز یې دکندهار رازق هم له غورځنګه واچاوو او خلک وایي چې  دطالبانو برید یې دماغ  شاربلي دي  نوځکه دپخوا غوندې خبري کانفرانسونو ته ډیر نه حاضریږي .

ما به چې داسدالله خالد پروني کش او فش ته کتل او بیا به مې  دنوموړي په اړه وروستۍ اوازې اوریدې ، نو ترډیره مې زړه ته نه لویدل  چې نوموړی دې دومره سخت معیوب شوي وي ، مګر نن مې چې دملي امنیت ریاست ته  د رحمت الله نبیل  د بازګشت واوریدل ، نو پوه شوم چې . . .

ما خو دخوب صحنه ګڼله

دجانان کډه په رښتیا له ملکه ځینه

طالب جان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x