
د فارياب والي: جنبش د جمعیت پر امنیتي پوستو بريدونه نه دي کړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د فارياب والي د بلخ د والي عطامحمد نور څرګندونې دروغ بللې او هغه يې په فاریاب ولایت کې پر لاسوهنه تورن کړی دی.
سید انور سادات د بلخ د والي هغه اعلامیه بې بنسټه بللې چې پکې د جنبش ګوند له لوري د جمعیت ګوند اړوند کسانو پر پوستو د بریدونو خبر ورکړی و.
عطامحمد نور په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند کسانو د جمعیت ګوند اړوند جنرال فاروق قاطع د کسانو پر پوستو بريدونه کړي او مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.
د نور په خبره د دوستم کسانو تېره شپه په المار ولسوالۍ کې د جنرال قاطع پوستې دتر بريدونو لاندې نیولې او د هغه د ورور زمان قاطع په ګډون يې ګڼ کسان وژلي دي.
د فارياب والي پېښه په ورته شکل نه مني، خو په څنګ کې د عطامحمد نور څرګندونې هم پخپل ولایت کې د لاسوهنې په مانا بولي.
هغه وايي چې د پېښې د څېړلو لپاره يې پلاوی لېږلی خو په وینا يې د عطامحمد نور څرګندونې غیر مسوولانه دي.
تر اوسه د ګلخانې لومړي مرستیال او جنبش ګوند مشر دوستم د پېښې په اړه څه نه دي ويلي، نوموړی پخپله په سرپل کې د طالبانو سره د جګړې پر پلمه پر لوټ او تالان بوخت دی.
یاده دې وي تر دې وړاندې هم شمال کې د جمعیت او جنبش ګوندونو تر منځ د نښتو او مخالفتونو خبرونه ورکړل شوي دي.