fbpx

هندوستان د نړۍ تر ټولو ارزانه سمارټ فون وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): په هندوستان کې نیموټیل نومې کمپنۍ یوازې ۹۹ روپۍ بیه لروونکی سمارټ فون وړاندې کولو سره د نړۍ تر ټولو ارزانه سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړ.

هیره دې نه وي چې له دې وړاندې په هندوستان کې د فریډم ۲۵۱ او ډوکس ایکس ۱ (X1) کمپنیو هم په همدې بیه د سمارټ فون وړاندې کولو دعوه کړې.

د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ د نموټیل کمپنۍ د بازار موندنې برخې مشر ویلی چې کاروونکي کولی شي د دغې کمپنۍ «نموټیل ښې ورځې» نومې سمارټ فون یوازې د ۹۹ روپیو په بدل کې ترلاسه کړي.

د کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون څلور انچه ډسپلې، انډرایډ لالي پاپ ورژن اپریټنګ سیسټم، یو ګیګابایټ رېم او څلور ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لري.

د دغې سمارټ فون بیه له دې وړاندې ۲۹۹۹ روپۍ ټاکل شوې وه چې اوس بیه يي یوازې ۹۹ هندي روپیو ته ټیټه شوې او کاروونکي يي په انلاین ډول ترلاسه کولی شي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د