افغانستان

کندهار: د ملي اردو جګپوړی قومندان جنرال بصیر شهروند په چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار په ولایت کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړي لوا قومندان جنرال بصیر شهروند په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ویل کیږي چې جنرال بصیر د کندهار- روزګان د لويي لاري د خلاصېدو په موخه عملیاتو کې برخوال وو چې د نن غرمه یې پر موټر مرګونې چاودنه وشوه.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د پيښي پخلی کړی او رسنیو ته یې ویلي چې پيښه نن د شاولیکوټ ولسوالۍ په کته سنګ سیمي کې هغه مهال را منځته شوه، کله چې جنرال بصیر د لومړیو کرښو د پوستو څخه لیدنه کوله.

نوموړي ویلي چې تر پيښي سمدستي وروسته د جنرال بصیر جسد د چورلکي په واسطه د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ ته رسول شوی.

بل خوا د همدې قول اردو قومندانۍ د عامه اړیکو مسؤول محسن سلطاني هم د پيښي تایید کړی.

قاري یوسف احمدي د پيښي سمدستي وروسته رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د نوموړي تر څنګ څلور نور جګپوړي چارواکي وژل شوي.

د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل سره سم د شاولیکوټ په سیمه کې جګړې پیل شوي او وخت په وخت طالبان د ملي اردو ځواکونو ته د تلفاتو اړولو او پوستو نیولو خبرونه ورکوي.

ددغه جګړو او دوامداره عملیاتو له امله د کندهار – روزګان لویه لایه هم د یوې میاشتي راهیسي بنده پاته ده.

باید وویل شي چې څه موده مخکې د کندهار د لویو لارو د ساتني د پولیسو مشر حاجي لالا هم د ماین په چاودنه کې ټپي شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x