شمال میشت پښتانه ولي ځورول کیږي؟!

سرلیکنه:

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): تیره ورځ د سرپل ولایت د سید آباد سیمې ولسي خلګو د شمال زون په مرکز مزار شریف کې له ګڼو تلویزوني شبکو سره په غږیږو مرکو کې په یادې سیمې کې د دولتي وسله والو له مظالمو او د دوي په حق کې له ترسره شویو جنایتونوڅخه شکایت وکړ.

دغه قومي مشران چې شمیر یې لسګونو تنو ته رسیدو او د ځورول شویو کسانو په استازیتوب یې خبرې کولې په خپلو څرګندونو کې وویل چې دولتي کسان راځې او زمونږ په سیموکې له طالبانو سره د ملاتړ په پلمه سپین ږیري ځوانان او تنکي ماشومان پرته له دې چې کوم جرم ورباندې اثبات شي ځوروي، کړوي او حتی په ځینو مواردو کې ښځمني هم د ملیشو له خوا په نښه کیږي او پیرونه ورباندې کیږي.

یادو قومي مخورو داهم وویل چې د ملي یووالي د حکومت لومړي مرستیال جنرال دوستم ځانګړي افراد زمونږ کلیو ته راځي او دلته د خلګو پر ځورونې سربیره د هغوی شتمنۍ او ممتلکات هم له ځان سره وړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د شمالي ولایاتو پرمظلومو ولسي خلګو په تیره د هغه ځای ميشتو پښتنو باندې ظلمونه کوي، هغوي ځوروي او شتمنۍ يي لوټي.

له کله چې په ملي یووالي حکومت کې جنرال دوستم د لومړۍ مرستیالۍ دنده تر لاسه کړې په فاریاب، جوزجان او سرپل کې یې د ميشتو پښتنو پرخلاف خپلو تبعیضي کړنو ته دوام ورکړي ، هغوی یې وژلي ، ځورولي او له خپلو سیمو څخه اجباري مهاجرت ته اړیستلي دي.

د هغوي د مظلومیت اثبات هم په ولسي جرګه کې د یادو سیمو استازیو کړی، هم د نړیوالو او کورنیو رسنیو ژورنالیستانو یاد قربانیان په سترګو لیدلي او مرکې یې ورسره کړي او هم د بشري حقونو د خپلواک کمیسون چارواکو ته په شمالي سیمو کې د دولتي وسله والو په تیره د جنرال دوستم د ملیشو د سرغړونو په اړه پوره تفصیلات رسیدلي ، خو تر اوسه پوري نه د ملي یوالي حکومت او نه هم د بشري حقونو مدافعو ټولنو د هغوي د مظلومیت غږ اوریدلی او نه يي هم د ظالمو ملیشو د ظلم او تیري په مقابل کې کوم اقدام کړی.

د هیواد په دې حساسو شرائطو کې په شمال کې د ميشتو پښتنو پر خلاف د ملیشو تبعیضې کړنې او د هغوي په مقابل کې د حکومتي مسؤلو مقاماتو بي پروايي په لوي لاس په هیواد کې کورنۍ جګړې او داخلي شخړو ته زمینه سازي کوي.

نن چې په شمال کې د جګړو او ناامني کچه تر بل هرځای زیاته ده او په لسګونو دولتي ځواکونه په بغلان او د شمال په نورو سیمو کې د خلګو لخوا تر محاصرې لاندې نیول کیږي علت یې همدغه تبعیضې کړنې دي چې د لوړپوړو دولتي چارواکو لخوا د ځايي اوسیدونکو په خلاف تر سره کیږي.

د ګډ حکومت چارواکي که ریښتیا هم په هیواد په تیره شمالي ولایتونو کې د مخ پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي د مخنیوي احساس ورسره وي باید هلته پر مظلومو پښتنو باندې د زور واکو او خپلسرو ملیشو خپلسري کنټرول او ظالم سرغړونکي د ترسره کړیو مظالمو له وجي په جدي ډول مجازات کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د