fbpx
writing

په تازه جریاناتو لنډې تبصرې (۶ )

دولسوالیو سقوط او دوالي صاحب شیطان چل

که دې دغزني له والي ښاغلي موسی خان اکبرزاده صاحب نه وپوښتل ، چې والي صاحب ستا په پاچاهۍ کې  درشیدانو ولسوالي چیرته واقع ده ، نو ځواب به  درکړي چې دغزني ولایت په شمال ختیځ کې  .

که دې بیاترې وپوښتل چې درشیدانو دولسوالۍ مرکز کوم ځای دی ، نودی به  درته ووایي  چې که رښتیا راباندې وایې  درشیدانو دولسوالۍ مرکز او دولسوال دفتر فی الحال  په قیاق دره کې موقعیت لري ، خو که دې ترې وپوښتل   چې  والي صاحب دا قیاق دره  چیرې واقع ده ، نو والي صاحب به ځواب  درکړي چې قیاق دره دغزني ښار ته بیخي نږدې دخواجه عمري په ولسوالۍ کې موقعیت لري .

که په دې سرچپه ځوابونو باندې ګنګس شوې او بله پوښتنه دې ترې وکړه چې  دزنه خان ولسوالي چیرته موقعیت لري ، نو اکبرزاده صاحب به ځواب درکړي چې زنه خان ولسوالي دغزني ولایت  په ختیځ کې دلوګر له خروار سره  نښتي پرته ده ، او که دې ورته وویل چې دزنه خان  مرکزاو دولسوالۍ وداني چیرې ده ، نو والي صاحب به  دنر غوندې  درته ووایي ، چې دزنه خان ولسوالي مرکز پخوا ډیر لرې وو چې ما خپله هم نه وو لیدلی ، مګر اوس لله الحمد بیخي رانږدې شوی دی ، او دولایت دمقام  لخوا سره  بیخي نږدې په  یوه کرایي هوټل کې د زنه خان ولسوالي فعاله شوې ده ، چې هم زموږ لاسرسی ورته شته او هم  مو ترسترګو لاندې ده .

که دوالي صاحب په دې ځواب خندا درغله او دریم سوال دې ترې وکړ ، چې والي صاحب دناوې ولسوالۍ چیرې موقعیت لري ، نو والي صاحب به درته ووایي چې وې منه  که په ناوه خو زه هم  خبریم ، ځکه زما په تشکیل کې دناوې په نامه  دغزني کومه ولسوالي یا ولسوال نشته  !!!!

پخوا دکرزي درژیم په اړه مشهوره وه ، چې دولسوالیو محکمې یې  ولایتي مراکزو ته انتقال کړي دي ، مګر په دې وروستیو کې چې طالبانو دغزني ولایت دوه ولسوالۍ  رشیدان او زنه خان  ونیولې ، نو دغزني والي صاحب دزنه خان ولسوالي په غزني ښار او درشیدانو ولسوالي د هزاره جاتو په قیاق دره کې پرانیسته ،  له دې څخه معلومیږي چې دکرزي صاحب والیانو   دولسوالیو دسقوط دمخنیوي لپاره عجب شیطان چل زده کړی ، که په اطرافو کي ولسوالي سقوط کوي ، دوی یې په مرکز کې پرانیزي ، همدا اوس خو دولسوالیو دسقوط دمخنیوي لپاره همدا چل عملي کیږي ، مګر که خبره دولایتي مراکزو سقوط ته ورسیده بیا هم باک نه کوي ، ځکه ولایاتونه  به له پروګرام سره سم په پلازمینه کابل کې فعال شي ، چې په ضمن کې به ولسوالۍ او ولسوالان هم ورسره وي  ، خو که خبره دکابل سقوط ته ودرېده . . . معلومه نه ده چې هغه مهال به  دزنه خان ولسوالي  کوم ځای ته پناه وړي .

داځل د مطبوعاتي اربکیانو  پوسته فتحه  شوه

خبر وایي  چې دټوپکي اربکیانو د پوستو د پرلپسې فتوحاتو غوندې داځل د قلمي یا مطبوعاتي اربکیانو یوه پوسته هم فتحه شوې ده ، په دې خو به خبریاست چې اربکیان  یا دلویدیځو یرغلګرو دبګۍ یابوګان په دوه ډوله دي ، یو ټوپکي دي چې په ځینو کلیو او لارو یې پوستې جوړې کړي دي ، او بل قلمي یا مطبوعاتي اربکیان دي ، چې په مطبوعاتو  او انټرنیټ کې دکفر لپاره مفت  خدمت کوي .

قلمي یا مطبوعاتي اربکیان هم  دټوپکي اربکیانو غوندې  ګڼې پوستې لري ، لکه  ازادۍ راډیو ،  امریکا غږ ، محور ورځپاڼه ،  تاند ویب پاڼه  او داسې نورې ګڼې خبري ادارې  .

دمطبوعاتي اربکیانو یوه  مهمه پوسته  دخدمتګار ورځپاڼې په نوم وه ، چې پرون دشنبې په ورځ فتحه  شوې او له منځه تللي ده .

خبر وایي چې داربکیانو ددې پوستې دفتحې کیسه هم کټ مټ داسې ده لکه دټوپکي اربکیانو  دتیښتې ، په ټوپکي اربکیانو باندې امریکایانو عجب چل کړی ، په لومړیو دوه یا دریو میاشتو کې  یې ورته  دری چنده معاشونه  ورکړل ، ترڅو یې دپیسو په زور دخپل اولس دښمنۍ ته وتړي ، کله چې له اولس سره  په دښمنۍ واوښتل نو بیایې  ورباندې  یو دم پیسې او مرستې قطعه کړي ، چې په دې صورت کې مجبور شول چې یا پوستې پریږدي او دتیښتي لاره ونیسي او یا هم  دسوال  او غلا  په ډوډۍ مقاومت ته ادامه ورکړي .

خدمتګار ورځپاڼه  چې داربکیانو دنورو  موسمي رسنیو غوندې  دامریکایي ډالرو په زور  تیر څو کاله ډیره ښه وچلیده ، دکفري یرغلګرو لپاره یې خورا په اخلاص خدمت وکړ ، او له هیڅ رسوایي ، دروغو او رنګ بدۍ څخه یې مخ وانه ړاوو ، مګر کله چې امریکایانو  خپل کار ترې واخیست  ناڅاپه یې  داربکیانو غوندې راشن ورباندې بند کړ ، چې له همدې امله  ددغې پوستې قلمي اربکیان هم ساړه ساړه  خپلو کورونو ته ستانه شول ، او پرون  شنبه یې په خپل وروستۍ ګڼه کې ولیکل ، چې داقتصادي ستونزو له امله به یې همدا وروستۍ ګڼه وي او نور نه شي کولای دغه پوسته  وپالي .

په ټوپکي اربکیانو باندې چې لوژیستيکي یا مالي تنګسیا  راشي ، نو په غلا شروع کوي ، چرګې پټوي ، پالیزونه لاشوي ، جیبونه وهي  او لارو ته وزي ، او که ددې توان ونلري نو بیا ایران ته تښتي ، دخدمتګار تښتیدلي اربکیان چې دغلا غیرت په کې نه ښکاري ، معلومه نه ده چې کومه خوا به غورځیدلي وي .

د موږکانو فرمان

څو ورځې وړاندې دکابل حکومت په دریم ځل فرمان صادر کړ، چې په روزګان کې داربکیانو قومندان  حکیم شجاعي دې ونیول شي او دکورنیو چارو دوزیر په وینا   دقانون  منګولو (!)  ته دې وسپارل شي .

زه چې دا څو میاشتې  دپارلمان ، څارنوالۍ ، مجتبی پتنګ ، صدیق صدیقي او دروزګان دوالي فرمانونه  او دحکیم شجاعي دنیولو په اړه  احکام  اورم او بیا ددوی  عمل ته ګورم  نو دغه جریان راته  دپیشو او موږکانو کیسه رایاده کړي .

وایي  په کوم ځای کې موږکان له  یوې پیشو نه سخت په  عذاب وو ، پیشو به په موږکانو حملې کولې ، او دارام خوب یې ورباندې درولی وو ، بله ورځ موږکانو خپله  سرتاسري شورا ( لکه درژیم ددری ګونو قواوو غونډه )  راوغوښتله  ،  دموږکانو د شورا دبحث موضوع  دپیشو چاره کول وو ، چې څنګه یې باید چاره وشي ، مختلفې مشورې وشوې  ، او مختلف نظریات وړاندې شول ، نه دزور لاره دمنلو وړ وه او نه هم دتزویر ، په پای کې یوه زاړه موږک  چې نورو موږکانو ورته  دهوښیار او تجربه کار په نظر کتل ، یو مشوره  وړاندې کړه چې دټولو خوښه شوه ، دغه موږک وویل چې موږ نه  له پیشو سره  مقابله کولای شو او نه  هم په بله طریقه ددې مخه ګرځولی شو ، نو ښه خبره داده چې خپل دفاعي تدابیر پیاوړي کړو ، او دهغه لپاره ترټولو ښه داده  چې دپیښو دراتګ په وخت  موږ باید خبر واوسو ترڅو خپلو غارونو ته پناه یوسو ، ددې لپاره  ترټولو ښه داده چې یو لوی شرنګانی پیدا کړو او دپیشو په غاړه کې یې ورواچوو ، نو چې هرکله پیشو زموږ په خوا رانږدې کیږي موږ به دپیشو په غاړه کې دشرنګاني غږ اورو او خپلو غارونو ته به  تښتو .

دامشوره دټولو موږکانو خوښه شوه او  ټولو تائید کړه ، دموږکانو مشر وویل چې بس نور خبره نهایي شوه ، په همدې پریکړه ده چې یو شرنګانی به پیدا کوو او دپیشو په غاړه کې به یې وراچوو ،  ټولوموږکانو په همدې خبره فیصله وکړه ، او په ډیر خوشالي یې دغه پریکړه ولمانځله ، شیبه وروسته  څو موږکانو یولوی شرنګانی غونډې ته راووړ ، دموږکانو مشر په ډیر افتخار وویل  چې داد موږکانو په تاریخ کې یوه ویاړلي ورځ ده ، چې موږ دخپل ابدي دښمن ( پیشو ) چاره وکړه او له یوه لوی مشکل نه مو خپل نسل ته نجات ورکړ ، موږ په دې مجلس کې داسې پریکړه کړې ده ، چې پخوا یي ساری نه دی لیدل شوی ، موږ نور محکوم  او دنورو په پنجو کې لویدلي مظلومان نه یو ، بلکې موږ په خپله هوښیارتیا خپل دښمن ته شکست ورکړی دی ، او نور موږ هیڅ خطر نه احساساوو ، دموږکانو مشر پریکړه لیک اعلان کړ ، او ویي ویل چې شرنګانۍ دې همدا نن دپیشو په غاړه کې واچول شي .

یوه کوچنی موږک چې دنورو په نسبت هوښیار اوزرنګ وو ، وپوښتل چې مشرانو تاسو ډیره ښه پریکړه کړې ده ، ستاسو په فرمان کې هیڅ خبره نه شته ، او دادی شرنګانی هم حاضر شوی دی ، خو آیا دافکر مو کړی دی ، چې په موږ کې  دومره غیرت شته  چې دغه شرنګانی دپیشو په غاړه کې ورواچوو ، ستاسود فیصلې له مخې  شرنګانی دغه دی په میدان پروت دی ، مګر دغه پریکړه به عملي کوي څوک ؟

له دې خبرې سره دموږکانوپه مجلس یو دم چوپتیا خپره شوه ، یو شیبه ټول غلي وو او یوه بل ته یې پټ پټ ویل چې  خبره  خو یې بیخي سمه وکړه ، رښتیا اوس به دغه شرنګانی دپیشو په غاړه کې څوک وراچوي .

موږکانو په همدې موضوع اوږد بحث وکړ ، خو یو موږک هم دې ته حاضر نه شو ، چې خپل فرمان عملي کړي ، او دپیشو په غاړه کې شرنګانی ورواچوي ، له همدې امله  دموږکانو تاریخي فرمان یوازې دکاغذ دمخ کرښې پاته شوې ، او غونډه په ناکامۍپای ته ورسیده .

دکابل چارواکو څو ورځې وړاندې بیافرمان صادر کړ، چې حکیم شجاعي دي ونیول شي ، خو دکورنیو چارو له وزارته نیولې بیا دروزګان تروالي پورې ټول یوازې دفرمان دصدور خبرې کوي ، نور په دې اړه څه نه وایي چې دغه کار به څوک کوي ، دحکیم شجاعي دنیولو لپاره  داد کرزي دحکومت دریم فرمان دی ، چې په ډیرو شاندارو الفاظو صادریږي ، خو دې ته یې فکر نه دی کړی ، چې  آیاپه حکومت کې دومره  پاور ، غیرت او اراده شته ، چې دغسې یو قومندان ونیسي .

ماته خودشجاعي دنیولو دریم  حکومتي امر  دموږکانو فرمان رایاد کړ . . .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د