fbpx

امن دې راشي امن ډېر خوږ دی

پيرمحمد کاروان

دا څو اوونۍ داسې راته ښکاري چې پر افغان وطن د امن او سولې ښاپېرۍ خپلې پستې او زرغونې وزرې غوړوي . زمونږ خلک متل کوي : د ښې شپې برېځر ( غرمه ) معلومه وي . مقصد دا چې په ښو شپو ورځو کې دانسان د روح او ضمیرد ننه پټ ښایست او زرغون کیف د باندینۍ نړۍ په مختلفو منظرو کې په یوه مرموز خو لمس کوونکي ډول ښکاري . مونږ چې ماشومان وو د اخترونو په سهارونو کې به لمر هم راته د ځانونو غوندې ماشوم او زښت زیات خوشاله ښکاریدو . دومره خوشحاله لکه زمونږ د کلي هغه شپونکی زلمی چې واده یې په مینه کېدونکی ؤ ، او په ورا کې یې ګډیدونکو او سندرمارو نجونو په سندرو کې د ده نوم بار بار یاداوه .

وایي زړه ویاند دی ، داسې څه در یادوي یا د داسې کیف پلو نیمکښو در ښیي چې ښایي په نږدې یا لږ لرې راتلونکي کې یې په غړولو سترګو وګورې یا یې حس کړې . په لسیزو زمونږ د افغان وطن د بچي بچي حافظې او ذایقې جګړې ترخې کړې دي . آخر داسې خوږې شېبې خو به هم پرې راځي چې دا ټولې ترخې هېرې کړي . هو نو چې سړی روژه نیسي په اختر خو به خامخا اوړي .

دا چې د مور وطن دبچو په زړونو او خیالونو کې د سولې او امن خواږه او خوشبویه زړي را زرغون شوي دومره ډېر بې دلیله هم نه دي . زه مې خپل زړه را غږوم ، د امن او سولې د راتلو دلیلونه ترې غواړم ، زړه مې راته وایي :

ګوره ښه غوږ دې راته کېږده . دا اوسنی جهان خو ته ښه پېژنې که مسلم دی که غیر مسلم تر ډېره یې د اقتصاد ګوډاګی له ځانه جوړ کړی دی . دا د سرو سپینو ګوډاګي چې له افغانستان سره ځینې اقتصادي قراردادونه کوي د ګټې له پاره یې کوي . څه لیوني خو نه دي چې په افغانستان کې دې سوله او امن نه وي او دوی دې خپلې پیسې ، سره او سپین په خړ سېلاو لاهو کړي .

بله خبره داده چې د افغانستان اوسنی حکومت لکه چې په یوه ښه تدبیر او قوت د بن بست د سرېښو له ډنډ نه ځان د نجات ساحل ته را وباسي . زړه یې دی چې نور نو د تاک د ونې غوندې د نړۍ پر اوږو بار نه بلکه د نښتر او چنار غوندې په خپلو پښو ولاړ پاتې شي . داسې ولاړ چې د لرې لرې ملکونونه د خوشحالۍ سرې سپینې او زرغونې مرغۍ ورته راشي پر څانګو یې ځالې جوړې او په لمدو وږمو یې زړونه خواږه او لامده کاندي .

دلیلونه یو دوه نه دي ډېر دي . داسې ښکاري چې د وطن په زرغونه او خوږه لمنه کې هغه شته ، خزانې ، سره او سپین ، لالونه ، یاقوت ، زمرد مس او لاجورد په

ګډه په یوه سندریز کورَس کې د غني بابا دا ترانه زمزمه کوي چې وایي :

اې زما وطنه د لالونو خزانې زما = ستا هره دره کې دي د تُورو نښانې زما

زړه مې راته وایي : ګوره یو بل ډېر ښه زېری درباندې کوم خو پام چې د منفي بافو ذهنونو د کرکجنو او ترخو خبرو تر اثر لاندې را نه شې .

زه مې د زړه دې خبرې او دې زېري ته که له یوې خوا په زړه کې ګوړې ماتوم له بلې خوا حیران هم یم چې دا زېری به څه وي . زړه ته مې په تلوسه او شوق وایم : زېری دې په ګل بدل زړګیه زه دې قربان خو بخیلي مه کوه راته وایه کنه .

زړه مې راته وایي : ته احساساتي کېږه مه درته وایم یې خو اول د غزل هغه مطلع در یاده کړه چې د سر په مسره کې یې داسې راغلي دي : یو څوک راځي ……
زړه مې له دې بې خبره جملې او یا مسرې سره لکه ماشوم کټ کټ خاندي ، ماته وایي چې دا مطلع پسې پوره کړه . زه هم لکه ماشوم ورسره خاندم ورته وایم ښه ښه په یاد مې ده راته غوږ شه چې دسترګو په رپ کې یې درته ووایم :

یو څوک راځي سپینې جامې یې دي په تن د اوبو
غواړي اور ووژني ور واغوندې کفن د اوبو

ورته موسکي به شي کاروانه لاروي ګلونه
بلبل نغمه غږوي تن تنانا تن د اوبو

زړه مې له خوشحالۍ لکه د یوه ګران سوال ځواب ویونکی ماشوم په لوړ غږ کټ کټ خاندي . خندا یې تر لرې ګړنګونو احساسوم . راته وایي یو څوک راځي د مهاجرو وطنوالو لویه قافله به ورپسې وي . د امن بلبلي نغمو ته به لبیک وایي . داسې یې و بوله چې مور وطن به د پردیسو بچو ټنډې ښکل کړي او پردیس بچي به د خوشحالۍ له اوښکو سره یو ځای د مور وطن پر پښو پریوځي او دعاوې به ترې وغواړي .

زه مې زړه ته وایم ښه نو د مور وطن د بچو دا دومره لویه قافله چې پسې راځي دا سړی څوک دی ؟ زړه مې راته وایي چې دا ښاغلی حکمتیار صاحب دی .

زه مې خپل زړه ته په خوشحالۍ وایم : بس د وطن د امن او سولې پر لاره چې څوک را روانیږي ګام په ګام به یې ګلونه شیندو . هو زه پوهیږم چې ځینې کړۍ او یو نیم په وطن کې د جنګ او بې اتفاقۍ له مصیبته ناخبره به وایي چې نه دې راځي ، همداسې په بده ورځ ښه یو . زه وایم چې واهلکه وا نجلۍ مه کوئ د خدای پار دی ، مور وطن نور نو د جنګ سور اور پر سر نه شي ګرځولی . هسې له خزانو ډکه ځولۍ یې په غاصبانو او منافقانو مه پیرزو کوئ . د افغانستان د سیاست په دې برګ اتڼ کې ډېر داسې هم ور ګډ دي چې یو ساده تاوېدل یې هم نه دي زده . څوک دې بخیلي نه کوي . خدای دې وکړي چې ښاغلی حکمتیار د سولې سردار شي ، زما اوستا په کې تاوان څه دی و د خدای نېکبخته . ښه ده چې د مور وطن بچي ټول سره پخلا شي . زه خو وایم :

امن دې راشي امن ډېر خوږ دی
له ترخه جنګه بلها ستړی یمه

د خپل ماشوم په خندا موړ نه یم
د جنګ دیوانو لرې وړی یمه

امن دې ما کړي بیا له سره زرغون
زه په باروتو کې وریت زړی یمه

مړشې د ژوند له لارې ډډه وکړه
جنګه زمونږ له کلي کډه وکړه

۳۰-ثور – ۱۳۹۵

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

دا جنگ سالار دی سپین کوتر نه دی
ستا انگور خیال دی پیره کوثر نه دی

د غرب کناخ ستا په چنار کی ناست دی
تا له غولکی نه رباب جور کری

ماته د امن ابیات مه غژوه
پرون اعدام د سه لپاره وشو

دی سپین کوتر ته یی لوی کار سپارلی
پیر په شلیدلی پرتوگاش پال نیسی

mayak khan
میلمه
mayak khan

کار وان صاحب ډیر په زړه پورې خیال ئې وبولم که دپوډی ټال، خوالله دې وکړې چې په وطن مودأمن کوترې والوزي او دغه بدرنګه کارغان ورک شي، الله دې داسې ونکړي چې حکمتیار صاحب هم دپردیو دجنګ یوه برخه وګرځي دا ځکه وایم چې پداسې صورت اوشکل کښې ورځي چې توره به ئې په تکي کښې وي اود مفادو دترلاسه کولولپاره به ئې لاس تل بل ته اږد کړی وي، نور څه نه وایم کاروان صاحب الله دې وکړي چې نور مو په هیواد کښې دسپیڅلي دین دحاکمیت په پلوشوکښې سوکالي اوأمن په نصیب شي اوالله تعلی مودې نور… نور لوستل »