دنیا د مومن لپاره څنګه بنديخانه ده؟

حامد افغان

په صحي حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: دنیا د مومن له پاره بنديخانه او کافر له پاره جنت ده. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الدُّنْيَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ وَجَنَّةُ الْكَافِرِ. رواه مسلم، و أحمد في مسنده، و الترمذي في جامعه و ابن ماجه في سننه.

شرحه او تفصیل:

د دې حدیث د ښه وضاحت له پاره د حدیثو د مختلفو شارحینو د خبرو غورچاڼ رااخلم، په حدیث کې د مومن او کافر د دنیا او اخرت ژوند له بنديخانې او جنت سره تشبیه شوی دی، دنیا د مومن له پاره بنديخانه دا مطلب چې د دنیا دا ټول نعمتونه د اخرت په نسبت بیخي کم دي، د دنیا او اخرت د نعمتونو ترمنځ توپیر داسې دی لکه د بنديخانې او ازاد ژوند ترمنځ توپیر. او څرنګه چې کافر په جنت کې برخه نه لري نو د جهنم د عذابونو په نسبت دنیا د هغه له پاره جنت ده.

امام النووي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې کاږي: په دنیا کې مومن له حرامو کارونو او خوراکونو منعه کړل شوی دی، او مختلف عبادات او مکلفیتونه پرې لازم شوې دي، نو دا مسؤلیتونه او مکلفیتونه ترسره کول د بنديخانې په څېر سخت دي، او څرنګه چې کافر له دې مکلفیتونو ځان خلاص کړی نو د هغه له پاره دنیا لکه جنت داسې ده.

ابن القیم رحمه الله وایي: د دې حدیث مطلب د مومن او کافر د مآل او پایلې په لحاظ ده یعني مومن که په دنیا کې هر څومره نعمتونه ترلاسه کړي دا له نعمتونونعمتونه ډکه دنیا یې د جنت د عجیبو او زیاتو نعمتونو په پرتله لکه بنديخانه داسې دي، او په اخرت کې د کافر د جهنمي او له عذابونو ډک ژوند په نسبت دنیا د هغه له پاره جنت ده.

لکه بنديخانه کې بندیان تنګ وي او د ازاد ژوند د نعمتونو په انتظار او د ازادي په تمه شپې ورځې تېروي، مومنان به هم په دنیا کې د جنت د نعمتونو او پراخیو په انتظار شپې ورځې تېروي، اوس ضرور نه ده چې دنیا لکه بنديخانه داسې شوه نو دلته به خوندونه نه اخلې، دلته به ښه او ښایسته ژوند نه کوې.

ځیني ناپوهان او رهبانیت خوښوونکي د دې حدیث ظاهري معنا مراد کوي او لنډ ووایي دنیا د مومن له پاره بنديخانه ده، دلته به مومن نه خاندې، نه به ښه ژوند کوي، ژاړې به، تقشف، غریبي او بدمرغي ته به ملا تړي، خوشالي به نه کوي، د ښه ژوند کوښښ به نه کوي، او که څوک په خوندونو کې و نو د هغه په ایمان کې شکونه کوي. دا فکر او نظر او له حدیث نه دا مطلب اخیستل پخپله د حدیث غلطه تشریح ده او په دې معنا له لاندې ایتونو سره ټکر لري.

قرانکریم کې په تعجب سره پوښتنه مطرح کوي او وایي: قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِىٓ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِۦ وَالطَّيِّبٰتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ قُلْ هِىَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا فِى الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيٰمَةِ ۗ .[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 32]. [اې محمده !] دوى ته ووايه: چا د الله هغه ښکلا حرامه کړېده چي د خپلو بندګانو لپاره يې را ويستلې ده. او چا د خداى بښل شوي پاك شيان منع کړي دي؟ – ووايه: دا ټول شيان د دنيا په ژوندانه کښي هم د ايمان راوړونكو لپاره دي، او د اخرت په ورځ خو به یوازي د همدوى لپاره وي.

قرانکریم په صفا ټکو د (زِينَةَ اللَّهِ. او الطَّيِّبٰتِ مِنَ الرِّزْق) یادونه کوي چې دا چا حرام کړي دي، زینة الله او الطیبت من الرزق کې د دنیا ټول خوندونه، نعمتونه او ښه ښه شیان راځي، په حلاله او روا طریقه دا شیان مومن ته داسې حلال دي لکه د خپلې مور پاکې شیدې، او آن ترلاسه کول او نورو ته رسول یې ثواب او عبادت دی.

داراز قرانکریم بل ځای وایي: وَابْتَغِ فِيمَآ ءَاتٰىكَ اللَّهُ الدَّارَ الْءَاخِرَةَ ۖ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا ۖ وَأَحْسِن كَمَآ أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِى الْأَرْضِ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِين.َ[سُوۡرَةُ القَصَص : 77] يعني كومه شتمني چي الله تا ته درکړېده، په هغې سره د اخرت د كور جوړولو فكر وکړه او له دنيا څخه هم خپله برخه مه هېروه. احسان وکړه لكه څنګه چي الله ستا سره احسان کړيدى او په ځمکه کښي د فساد ولاړولو هڅه مكوه، الله فساد كوونكي نه خوښوي.

دنیا د مومن له پاره بنديخانه په دې معنا شوه چې همدا دنیا به ټول ژوند نه ګڼي، اخرت به په یاد لري، او دلته به د اخرت د تلپاته ژوند له پاره تياري کوي، ځیني تنبل او ناپوهه خلک په فقر او مسکنت بېخونده او بې رنګه ژوند د قناعت له پاره په دې حدیث استدلال کوي! او دنیا کې د ښه ژوند ترلاسه کولو له پاره په نورو شرعي نصوصو او دلایلو سترګې پټوي یا پرې خبر نه دي، او د همدې ناپوهانو په خبرو بیا سیکولر فکره خلک استدلال کوي چې مسلمانان خلک فقر او بدمرغي ته رابولي.

ځکه خو د وخت مسلمانو مفکرینو ویلي دي چې اسلام ته تر ټولو لومړی خطر د اسلام ناپوهه او جاهل پیروان پېښوي، دوی د خپلي ناپوهي لامله اسلام ناسم او غلط تعبیروي، او په همدې ناسمو او غلطو تعبيرونو د اسلام مخالفین استدلال کوي، او په عامو مسلمانانو کې د اسلام په اړه شکونه او اندېښنې پیدا کوي.

په خواله رسنیو کې مې د مختلفو ژبو سيکولر فکره فعالان او آیټیسټ فکره لیدلي دي چې اکثره یې د ناپوهه مسلمانانو خبرې او ساده استدلال شاربي او په هغو طنزونه او ټوکې جوړوي، او همدا مبارک حدیث هم د ناپوهانو له تشریحاتو او تعبیراتو سره ډېر یادوي، د اسلام دفاع او د اسلام خدمت او چوپړ په تشو جذباتو سره نه کیږي، د اسلام له پاره قلمي جهاد او مبارزه په دې نه کیږي چې کمپيوټر او موبايل کې یو څه مهارت ولرې، له خواله رسنیو سره بلدتيا ولرې، پښتو یا نورې ژبې دې زده وي. بلکي دا کارونه د قران او حدیثو ژور علوم غواړي، د وخت له پوهو او د استدلال له طرز سره بلدتيا غواړي، په معاصرو علومو او نړیوال ادب کې مهارت او د وخت نبض پېژندلو ته اړتیا لري.