asadullah khalid

داسدالله خالد نامعلوم برخلیک!

تیره ورځ ولس مشر کرزي په یوه بیړني اقدام کې انجنیر رحمت الله نبیل دملي امنیت دژوبل شوي رئیس اسدالله خالد په ځای ددغې ادارې دسرپرست په توګه اعلان کړ.

اسدالله خالد دتیرکال په دیسمبرکې د یوه مرګوني برید له امله سخت ټپی اوبیا  ددرملنې په غرض  لومړی بګرام ، او وروسته دامریکايي ځواکونو له لوري امریکاته ولیږل شو اوهالته ددفاع وزارت اړوند په یوه امریکايي روغتون کې ترخاصې درملنې لاندې ونیول شو.

نوموړی په دغه پوځې ځانګړي روغتون کې تر څلورمیاشتني علاج وروسته دلیږ وخت لپاره هیواد ته راغی خوبیرته په ناڅاپي ډول  له هیواد غائب او بیايي تراوسه پوري دروغتیا اوناروغي په اړه له هیچاسره هیڅ ډول معلومات نشته .

اسدالله خالد دکرزي په نظام کې یوله هغو اهمو امنیتي اوپوځي څیروڅخه وه چې هم امریکایانو اوهم خپله کرزي ورباندې ډیر حساب کاوه او دکرزي دواکمنۍ په تیره ۱۲کلنه دوره کې یې په بیلابیلو مهمو دندوکې کار کړی .

دنوموړی اهمیت هغه وخت هرچاته څرګندشو کله چې په امریکاکې دده دمعالجې په مهال دامریکادمتحده ایالاتو ولس مشربارک اوبامااو دهغه ددفاع پخوانی وزیر لیون پانیتا په جلاجلاتوګه دده عیادت ته ورغلل او دنوموړي دښې معالجې په غرض یې دروغتون ډاکټرانوته ځانګړې سپارښتنې وکړې.

همدغه مهال چې اسدالله خالد په امریکاکې ترمعالجې لاندې وه دسعودي عربستان باچاملک فهد هم هالته په یوه بل روغتون کې بستروه خونه اوباما اونه هم دسپینې ماڼۍ کوم بل مشر دهغه لیدوته سر ورښکاره کړ.

داسد الله خالد ترټپی کیدو له مخه داګونګسې هم وې چې  ښايي نوموړی  د۲۰۱۴ کال دراتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره دکرزی  با اعتماده کاندید وي اوپه دغه اړه  الجزیره ټلویزوني شبکې  له کرزي څخه  په هغې اوږدې مرکې کې چې  په قطرکې يي له کرزي سره په 3/4/2013  کې کړې وه دغه  پوښتنه هم مطرح کړې وه ،خو کرزي  یې  په ځوابولو باندې په یو ډول خاص مهارت ځان  خلاص کړی وه  اویواځې دايې ویلي ول چې هغه زما دملي امنیت رئیس دی….

داسدالله خالد له دغو ټولو مشخصاتو سره سره چې کرزي  بیاهم دهغه په ځای رحمت الله نبیل دملي امنیت سرپرست وټاکو له ډیرو سره دا پوښتنې راپیداکړې چې کرزي ولي دقیقا په دغه مهال کې په داشاني غیرمترقبه اقدام لاس پوري کړ؟

په هغه اعلامیه کې چې دنبیل دمقرري په اړه له ارګ څخه رسنیوته لیږل شوې لامل یې دملي امنیت داړونده کارونو پرمختګ ښودل شوی ،که واقعاخبره یواځې دملي امنیت دکارونو پرمختګ وي نوبیا خو نبیل تر اسد الله خالد له مخه ددې ادارې مشر، او دده په مشرې کې دملي امنیت اړوند کارونه ښه پرمخ روان ول ، کرزي هغه مهال ولي همدغه نبیل له دندې ګوښه اوپه ځای یې اسدالله خالد دملي امنیت رئیس وټاکه ؟

هغه مهال هم دنبیل دګوښه کیدو او په ځای  یې دخالد ټاکلو یوشمیر پوښتنې راولاړې کړې وي او اوس بیا چې دکرزي په حکم کې داسدالله خالد برخلیک نامعلوم پاتې دی له خلګو سره دخالد دمرګ اوژوند په اړه پوښتنې راولاړې کړې او په محلي رسنیوکې ورباندې ډول ډول تبصرې شوې.

دخالد په ځای دنبیل مقرري  او دخالد برخلیک نامعلوم پاتي کیدل دې خبرې ته تقویت وربښي چې یاخو هغه نور ژوندی نه دی اویا په قوي احتمال  په داسې وضعیت کې دی چې نور له صحي اوجسماني اړخه  دکوم دولتی منصب  چلولو وړتیانه لري.

همداشان دخالد په ځای مشخصا دنبیل ټاکل داجوته وي چې کرزي دنوروبیشمیره اداري اوامنیتي ستونزو ترڅنګ  دقحط الرجال په لاینحله ستونزه هم اخته دی چې له همدغو معینو څیرو ماسیوا نور نه بل څوک ورسره کار کولو ته زړه ښه کوي اونه دی په بل چاباندې  دمهمو دولتي دندو دپرمخ وړلو اعتماد لري .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د